د ارزګان دکرنې رییس د مډيرا مؤسسې چارواکو سره وکتل
۱۲ کب ۱۴۰۲ه.ش
۲۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه.ق
د ارزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی عبدالصمد مقبول په دې ولایت کې د مډیرا مؤسسې ولایتي مسوول «جیم» سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.
ددې کتنې په ترڅ کې د ارزګان دکرنې رییس الحاج مولوی عبدالصمد مقبول په دې ولایت کې د مډیرا مؤسسې کړنې وستایل او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د ارزګان په ولایت کې د مډیرا مؤسسې ولایتي مسوول جیم د ارزګان دکرنې ریاست له چارواکو څخه په مننې په دې ولایت کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پروژو د پلي کولو ژمنه وکړه.