دکرنیزو محصولاتو نهه ویشتم خزاني نندارتون کې غرفه واخلئ او خپل تولیدات خرڅ کړئ

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۵:۳۹
دکرنیزو محصولاتو نهه ویشتم خزاني نندارتون کې غرفه واخلئ او خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له خوا د کرنیزو محصولاتو نهه ویشتم خزاني نندارتون د ۱۴۰۲ ام کال د تلي له ۲۶ تر ۲۹ مې نېټې،د سلګونو تولیدوونکو، متشبثینو، سوداګرو او لسګونه زره نندارچیانو په ګډون د څلورو ورځو لپاره د کابل په بادام‌باغ کې په لاره واچول شي.
په دې نندارتون کې، د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ اړوند بېلابېل ښه کیفیت لرونکي توکي، کرنیز او د مالدارۍ پروسس شوي توکي، لاسي صنایع، وطني غوره زعفران، طبي بوټي او نباتات، د اوبولګولو تجهیزات، ډول ډول مثمر او غیر مثمر نیالګي، کرنیز ماشینونه، د برېښنا تولیدوونکي لمریزې دستګاوې نندارې ته وړاندې کېږي.
بزګران او تولیدوونکي کولی شي، چې ددې نندارتون له لارې د راتلونکو همکاریو په موخه د کرنیزو محصولاتو له صادروونکو، سوداګرو او متشبثینو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړي. 
په همدې موخه ټولو هغو شرکتونو ته چې د کرنیزو توکو، اوبولګولو، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخو کې کار کوي خبر ورکول کېږي، چې ستاسو د محصولاتو د نندارې لپاره ددې نندارتون غرفې د ۱۴۰۲ام کال د وږې له ۱۴ تر ۲۴ مې نېټې پورې وېشل کېږي. په مهربانۍ سره د ثبت او غرفې تر لاسه کولو په موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست د کرنیزو نندارتونونو امریت ته مراجعه وکړئ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۳:۳۴
Background image

د کندهار درېیو ولسوالیو کې ۱۴۰ بیوزلو کورنیو ته د هګیو چرګې ووېشل شوې

۲۵ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «ډې.آر.سې» ادارې په مالي ملاتړ، د بشري خیریه مؤسسې (او.ایچ.ډبیلو) په تخنیکي همکارۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۲۷
Background image

کندهار کې د صنعتي پارک د جوړولو په پار ۵۰۰ جریبه امارتي ځمکه د صنعت او سوداګرۍ ریاست ته وسپارل شوه

۲۵ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د ا.ا.ا د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۲۲
Background image

د کندهار بولدک کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۲۵ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بولدک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ. . .

بازگشت