دپراختيايي بوديجې ارزونې په پار د کرنې وزارت اداري غونډه وشوه

content_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۰ - ۱۳:۱۷
دپراختيايي بوديجې ارزونې په پار د کرنې وزارت اداري غونډه وشوه

۲۰ غبرګولی ۱۴۰
د کرنې وزارت وزير، مرستيالانو، مرکزي رييسانو او د پروژو رييسانو په حضور کې د روان مالي کال د پراختيايي بوديجې، د پراختيايي بوديجې ستونزو او شته ستونزو ته د حل لارې پيداکولو په پار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍغونډه په لاره واچول شوه.
په دې غونډه کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستيال عبدالهادی رفیعي، د پراختيايي بوديجې د لګولو او د پروژو مالي او اداري وضعيت په هکله مفصل راپور وړاندې کړه. ښاغلی رفيعي وويل نويو ارزونو ته په کتو  د روان مالي کال د پراختيايي بوديجې لګول د ښه کېدو په حال کې ده.
هغه دغه راز زياته کړه،  چې د پراختيايي بوديجې لګولو او پروژو پلي کولو په برخه کې بايد لا ډېر چټکتيا رامنځته شي.
له هغه وروسته دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي وويل،  چې ياد وزارت د مالي کال تر پايه بايد د بوديجې د لګولو له نظره ټاکل شوې موخې ته ورسېږي.
دکرنې وزير د غونډې غړو ته سپارښتنه وکړه،  چې د پروژو او رياستونو د څارنې او ارزونې د برياليتوب معيار باید
 مؤثر چوپړتياوې او د پراختيايي بوديجې معقول لګول وي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۱
Background image

د کرنې وزیر دټاپي پروژې له رییس سره وکتل

۲۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ټاپي پروژې له رییس مراد امانوف او د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره وکتل او په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۱
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد کې شنې خونې جوړېږي

۲۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په دایمیرداد ولسوالی کې دافغان سوله جوړونکې بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۱:۱۱
Background image

د خوست کرنې ریاست کې سکټوري غونډه دایره شوه

۲۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ناستو په تالار کې د کرنې او کلیو پراختیا سکټور د ۱۴۰۴ هــ.ل کال ۱۱مه سکټوري ناسته د یاد. . .

بازگشت