دلغمان د کرنې ریاست او د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت ترمنځ د همکارۍ تړون لاسلیک شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۱۵
دلغمان د کرنې ریاست او د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت ترمنځ د همکارۍ تړون لاسلیک شو

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
دلغمان د کرنې ریاست او د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت ترمنځ د زده کړیالانو د پرکتیک دورې په برخه کې د همکارۍ تړون لاسلیک شو.
د همکارۍ یاد تړون د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن او د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر مفتي ذبیح الله له لوري لاسلیک شو. په دې ناسته کې د لغمان د کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر انجینر بریالی همدرد، مالي او اداري لوی مدیر انجینرعبیدالله ذکي او د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمر قاري محمد اکرم الکوزي هم حضور درلود.
د دې هوکړه‌لیک له مخې به د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د پرکتیک دورې محصلینو ته د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي کارکوونکو له لوري د کرنې او وترنرۍ په برخو کې عملي زده کړې ورکول کېږي، څو محصلین وکولای شي هغه زده کړې، چې په نظري ډول یې ترلاسه کړې دي، په عملي ډول هم تطبیق کړي.
د یادونې وړ ده، چې د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هر کال د یاد انسټیټیوټ تر څنګ د لغمان پوهنتون د کرنې پوهنځي له زده کړیالانو سره هم د کرنې او وترنرۍ په برخو کې د عملي زده کړو په برخه کې همکاري کوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت