خلکو سره ګډې غونډې

۱. د ګډو غونډو راپور

۱.     کابل کې د کرنې د ودې ملي کنفرانس  

۲.     د مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا پروګرام  

۳.     د کرنې د دودولو ملي کنفرانس  

۲. د ګډو غونډو پایلې

۱. د «کرنې د ودې په ملي کنفرانس» کې د بزګرانو او د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په برخه کې د فعالو کسانو د سلا مشورو له ترلاسه کولو سره د کرنې پنځه کلن اسټراټژي او د کرنې لس کلن پراختیایي اسټراټژۍ جوړه شوه، چې ډېر ژر د ولسمشر له خوا تاییدیږي.

۲. د ښځو د پیاوړتیا پنځه کلن اسټراټژي، د ښځو د پیاوړتیا له درېیم کنفرانس وروسته د کرنې په برخه کې د فعالو ښځو له سلا مشورې په استفادې جوړه شوه.

۳. د مشورتی غونډو

هلمند کې د باراني اوبو مهار او د ناورونو رغولو په موخه د سیمې له مشرانو سره ناستې پیل شوي دي

۷ چنګاښ ۱۴۰۰
هلمند چې، پراخې دښتې او ریګي سیمې لري، له پیړیو راهیسې په یادو سیمو کې د باراني اوبو د مهارولو او د اوبو ذخیره کیدلو په موخه ناورونه جوړ شوي دي، چې د څو لسیزو راهیسې یاد ناورونه د تخریب، ډکېدو او یا هم د له منځه تلو په حالت کې دي .
د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د کرنې وزارت په پراختیایي بودیجه د۳۵ ناورونو سروې مخکې ترسره شوې ده او دامهال په  پلان کې ده ترڅو یاد ناورونه وروسته له څو لسیزو څخه یوځل بیا ورغول شي، چې په رغیدو سره به یې په  یادو سیمو کې د باران اوبه مهار شي، د ځمکې لاندې اوبه به ډیرې او د مالدارانو د مالونو لپاره د اوبو چمتو کولو ستونزه به ورسره حل شي.
په همدې موخه د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست  چارواکو د ریګ روان قومي مشرانو او متنفذینو سره د 35ناورونو رغولو د کارونو پیل په اړه خبرې اترې کړي دي، چې په ترڅ کې یې، د سیمې قومي مشرانو د یادې پروژې پیل څخه خوښي وښودل او ډاډ یې ور کړ چې د چارو له پیل څخه تر پایه پورې به د ولسونو ملاتړ ورسره وي او په دې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړل.

هلمند کې د باراني اوبو مهار او د ناورونو رغولو په موخه د سیمې له مشرانو سره ناستې پیل شوي دي  

د ځنګلونو ساتنې، بیا رغوونې او قطع مخنیوی په موخه د قومی تړونونو د پیاوړتیا لپاره د پکتیا ولایت مرکز ګردیز اړوند ځنګل میشتو قومي مشرانو او ځوانانو سره ناسته ترسره شوه!

مشورتی

د قومي تړونونو له لارې د ځنګلونو د قطع کولو د مخنیوي او د ځنګلونو د ساتنې په موخه د پکتیا ولایت وزی ځدران ولسوالی قومي مشرانو او خلکو سره ناسته ترسره شوه!

مشورتی مشورتی

د چاپېریال ساتنې ملي پالیسۍ د طرحې په پار ورکشاپ

۱۸ غویی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره په همغږۍ، د چاپېریال ساتنې ملي پالیسۍ د طرحې، د ژوند د تنوع ملي اسټراټیژۍ تجدید او د وحشي ژویو د غیرقانوني سوداګرۍ د ارزونې په پار مشورتي ورکشاپ په لاره اچولی دی.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري ددې څلور ورځنۍ ورکشاپ پیل غونډې ته په وینا کې وویل، چې دکرنې وزارت توانېدلی دی، چې د چاپېریال ساتنې د وضعیت د ښه کولو په برخه کې اغېزناک ګامونه وچت کړي، او د پستې او غرني بادامو ۱۸ زره ځنګلونه ورغوي او دکابل په زرغون کمربند کې دوه زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکې سمسور کړي. ښاغلی غفوري زیاته کړه، چې د ۲۸.۸ میلیونه نیالګیو تولید، په ۲۲ ولایتونو کې ۴۳۰ زره هکټاره طبیعي ځنګلونو ایجادول، په ۱۲ ولایتونو کې درې زره او ۱۷۸ هکټار څړځایونه رغول، د هېواد په کچه د طبي بوټو له ډلې انجه او شیرین بویې دوه زره او ۶۷۰ هکټاره سیمې بیارغول او خوندي کول ددغو فعالیتونو له ډلې دي.
حشمت الله غفوري وویل: «د کرنې وزارت، اقلیم بدلون سره مبارزه، د شین کوریزو ګازونو ټیټوالی، د چاپېریال ساتنې ښه والی او د ژوند د تنوع ساتنه په پام کې لري او خپل وظیفوي
مسوولیتونه یې ګڼې.»
ښاغلی غفوري دغه راز د چاپېریال ساتنې ملي پالیسۍ طرحې ته په اشارې سره ویول، چې دا سند کولی شي، چې اقلیم بدلون سره د مبارزې، د شین کوریزو ګازونو ټیټولو او د ژوند د تنوع په برخه کې ارزښتناک رول ولوبوي.
دغه راز د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پالیسۍ او تقنین رییس اجمل مرتضوی وایي، چې په دې ورکشاپ کې د چاپېریال ساتنې ملي پالیسۍ د طرحې، د ژوند د تنوع ملي اسټراټیژۍ تجدید او د وحشي ژویو د غیرقانون سوداګرۍ د ارزونې په پار خبرې کېږي.
د چاپېریال ساتنې ملي پالیسۍ د طرحې په مشورتي ورکشاپ کې د ۳۴ ولایتونو څخه نږدې ۲۰۰ سیمه ییز چارواکي ګډون کړي دي.

مشورتی

 

مشورتی مشورتی