بېرته راستنو شويو کډوالو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش د بهیر د پیل په موخه سمنګان ته د کرنې وزیر سفر

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۲۶
سفر وزیر زراعت به سمنگان برای آغاز روند توزیع گندم و کمک نقدی به مهاجرین بازگشته

۲۹ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لارښوونې پر بنسټ، هېواد ته د بېرته راستنو شويو کډوالو لپاره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له زېرمو څخه د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په حضور کې د یوې غونډې په ترڅ کې په رسمي ډول پیل شو.
د هېواد د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، په خپلو خبرو کې وویل، چې دا بهیر به په تدریجي او شفاف ډول د سمنګان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې عملي شي، څو ټول د شرایط وړ کورنۍ له دغو مرستو څخه برخمنې شي.
د هغه په وینا، په لومړي پړاو کې به د سمنګان ولایت دوه زره او ۲۰۰ بېرته راستنې شوې کورنۍ د دې پروګرام تر پوښښ لاندې راشي او هرې کورنۍ ته به پنځه ۵۰ کیلوګرامه بورۍ غنم او پنځه زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شي.
په همدې مراسمو کې د سمنګان والي داملا محمد شعیب رسالت د کرنې وزیر ته د ښه راغلاست تر څنګ، په دې ولایت کې مېشتو کډوالو ته ډاډ ورکړ چې د هغوی د ستونزو د هواري لپاره یوه کمېټه ټاکل شوې ده او ډېر ژر به د بېرته راستنو شويو کورنیو د استوګنې لپاره د هستوګنې ښارګوټو د وېش بهیر هم پیل شي.
همدارنګه، یو شمېر هغه بېرته راستنه شوي کډوال چې له دغو مرستو څخه برخمن شوي دي، د دې اقدام ستاینه وکړه او د خپلو اساسي اړتیاوو د پوره کېدو لپاره یې د دا ډول مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۳:۲
Background image

کندز کې د کرنیزو پراختیايي پروژو د پلي کېدو او پرمختګ په اړه د «ډاکار» دفتر سره مهمه ناسته ترسره شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی نیاز محمد عابد د «ډاکار» مؤسسې د شمال او شمال ختیځ زون دفتر مسوول داد الله سره په کتنه کې پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۱۸
Background image

کرنې وزارت کې د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ د دعوت او ارشاد غونډه د دې وزارت د مسؤلینو په ګډون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۱۶
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ، د کرنیزو چارو آمریت اړوند د نباتاتو ساتنې او قرنطین مدیریرت کارکوونک له لوري، د مرکزي لوی کاریز. . .

بازگشت