پکتيا کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي غونډه ترسره شوه

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۳۱ - ۹:۲۶
پکتيا کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي غونډه ترسره شوه


۳۱ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۴ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په مقام کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي غونډه د ياد رياست د رئیس ښاغلي الحاج مولوي عبدالروف سعيد په مشرۍ ترسره شوه؛ چې پکې د پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس ښاغلي مولوي نثار احمد نجات، د کرنې رياست آمرينو او د اړيکو دفتر، پاملرنې، سولې ريښې، د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت او د خوړو د نړيوال پروګرام استازو ګډون کړی وو.
په غونډه کې د پکتيا دکرنې رييس الحاج مولوی عبدالرؤف سعيد وويل وروستيو سختو سېلابونو پکتياوالو ته سخت مالي او ځاني زيانونه اړولي او ډيرې کرنيزې ځمکې او حاصلات یې تخريب کړي؛ نوموړي د همکارو موسسو له مسولينو وغوښتل چې د زيانمن شويو سره د لاسنیوي په موخه خپلې همکارۍ ډېر کړي.
په غونډه کې د همکارو موسسو مسولينو په ياده برخه کې پر خپلو ترسره شويو کړنو رڼا واچوله او په ياده برخه کې يې د خپلو راتلونکو پروژو په اړه معلومات شريک کړل.
د غونډې په پای کې ښاغلي نجات د وروستيو سېلابونو له امله د اوښتو زيانونو معلومات شريک او د خپلو ترسره شويو کړنو راپور وړاندې کړ.
د يادولو وړ ده چې شته امکاناتو ته په کتو به له زيانمنو سره مرسته وشي او په ياده برخه کې به د نړيوالو مرستې جلب شي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۲
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی لایم سلفر  در مرکز  ولایت بامیان

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، توسط تیم تخنیکی مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین، پروگرام وقایوی لایم سلفر را در قریهٔ مالک اشتر مرکز بامیان تطبیق کرد.
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع بسته‌های غذایی در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت سرپل، به همکاری موسسه سمون نابینایان افغانستان (ABM)، روند توزیع ۱۴۴۰ بسته مواد غذایی را در ولسوالی‌های گوسفندی، سنگچارک و صیاد آغاز کرد.
هر بسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۵
Background image

آغاز برنامه کار در مقابل پول نقد در شهر تالقان ولایت تخار

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار در همکاری  دفتر میشن ایست مقیم ولایت تخار ، برنامه کار در مقابل پول نقد را در شهر تالقان و ولسوالی اشکمش آغاز کرد.
بر اساس این. . .

بازگشت به خبرها