هلمند کې د قصابانو او لبنیاتو ټولنو له غړو سره ناسته وشوه

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۵ - ۱۳:۵۰
هلمند کې د قصابانو او لبنیاتو ټولنو له غړو سره ناسته وشوه


۲۵ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۸ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
 دهلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر حاجي مبرور مولوي صاحب په مشرۍ، چې د ښاروالۍ او چاپېریال ساتنې ریاستونو استازو هم شتون درلود، ددې ولایت د قصابانو او لبنیاتو ټولنو له مشرانو او غړو سره ناسته وشوه. 
غونډه کې له مرکز څخه د قصابانو لپاره د راغلې لایحې په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې شول، همدارنګه د بریډر او هغو چرګانو چې پر وارداتو او د غوښو په پېر او پلور یې بندیز لګېدلی دی په اړه یې لازمې سپارښتنې وشوې. 
همدارنګه هلمند کې د لبني موادو د پېر او پلور د کار میکانیزم هم د لبنیاتو ټولنې مشر او غړو ته تشریح شو. په ناسته کې دوی ته سپارښتنې وشوې چې خپلې چارې د ځانګړې طرزالعمل له مخې مخته وېسي تر څو د هلمندوالو د ښې روغتیا په برخه کې خدمات وړاندې شي. 
دغه راز د غوندې ګډونوالو ته یادونه وشوه چې په دوامداره توګه به د ټاکلي پلاوي لخوا څخه ددوی څارنه او ارزونه ترسره کېږي او هغه کسان چې د طرزالعملونو خلاف کړنې او خدمات وړاندې کوي، جریمه او د غیر قانوني کاروبار مخه به یې نیول کېږي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۲
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی لایم سلفر  در مرکز  ولایت بامیان

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، توسط تیم تخنیکی مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین، پروگرام وقایوی لایم سلفر را در قریهٔ مالک اشتر مرکز بامیان تطبیق کرد.
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع بسته‌های غذایی در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت سرپل، به همکاری موسسه سمون نابینایان افغانستان (ABM)، روند توزیع ۱۴۴۰ بسته مواد غذایی را در ولسوالی‌های گوسفندی، سنگچارک و صیاد آغاز کرد.
هر بسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۵
Background image

آغاز برنامه کار در مقابل پول نقد در شهر تالقان ولایت تخار

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار در همکاری  دفتر میشن ایست مقیم ولایت تخار ، برنامه کار در مقابل پول نقد را در شهر تالقان و ولسوالی اشکمش آغاز کرد.
بر اساس این. . .

بازگشت به خبرها