لوګر: د کرنې ریاست ته د ښارجوړونې او ځمکو ادارې د ځمکو آمریت د لېږد د همغږۍ لومړنۍ غونډه جوړه شوه.

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۷ - ۱۰:۵۸
لوګر: د کرنې ریاست ته د ښارجوړونې او ځمکو ادارې د ځمکو آمریت د لېږد د همغږۍ لومړنۍ غونډه جوړه شوه.


۲۷ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۱۹ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په خبره د لوګر د والي الحاج مولوي عنایت‌الله په مشرۍ د کرنې ریاست ته د ځمکو ادارې د لېږد په مناسبت غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د لوګر والي الحاج مولوي عنایت‌الله سربېره، د ولايت مقام د دفتر رئیس مولوي میرویس، د کرنې رئیس مولوی سید امین هاشمي او د يادې کمېټې غړو برخه اخيستې وه.
د ځمکو اداره چې د لوګر ولایت د ښارجوړونې او ځمکو ادارې تر مشرۍ لاندى فعالیت کاوه، د اسلامي امارت د رهبرۍ په حکم د لوګر ولایت د کرنې ریاست ته انتقال شو.
د لوګر والي الحاج مولوي عنايت‌الله په خپلو خبرو کې وويل، د اسلامي امارت رهبري د دوی د ليدلوري او خپلو هېوادوالو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه دا ډول پرېکړې کوي.
د لوګر والي وویل، د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له مخې د دې ادارې ټول پرسونل، توکې، اسناد او وسایط د کرنې ریاست پورې اړه لري او د تطبیق چارې به یې د یوې کمیټې له خوا ترسره کېږي.
په دې کمیټه کې د ولایت مقام استازی، د کرنې، ښارجوړونې، مستوفیت، اقتصاد او ښاروالۍ ریاستونو رٸیسان شامل دي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۲
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی لایم سلفر  در مرکز  ولایت بامیان

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، توسط تیم تخنیکی مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین، پروگرام وقایوی لایم سلفر را در قریهٔ مالک اشتر مرکز بامیان تطبیق کرد.
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع بسته‌های غذایی در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت سرپل، به همکاری موسسه سمون نابینایان افغانستان (ABM)، روند توزیع ۱۴۴۰ بسته مواد غذایی را در ولسوالی‌های گوسفندی، سنگچارک و صیاد آغاز کرد.
هر بسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۵
Background image

آغاز برنامه کار در مقابل پول نقد در شهر تالقان ولایت تخار

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار در همکاری  دفتر میشن ایست مقیم ولایت تخار ، برنامه کار در مقابل پول نقد را در شهر تالقان و ولسوالی اشکمش آغاز کرد.
بر اساس این. . .

بازگشت به خبرها