کندز کې پر بزګرانو د غنمو د اصلاح شوي تخم د وېش لړۍ پیل شوه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۴ - ۱۳:۵
کندز کې پر بزګرانو د غنمو د اصلاح شوي تخم د وېش لړۍ پیل شوه


‌۴ليندۍ ۱۴۰۰
د کندز ولایت د کرنې ریاست مسؤلین وايي، چې د یاد ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې پر زرو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم د وېشلو لړۍ پیل شوې، چې هر بزګر ته یوه بوجۍ اصلاح شوی تخم، ورکول کیږي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې دکندز دکرنې رئيس مولوی امان الله حسن له همکارو مؤسسو څخه مننه وکړه، چې په دې حساسو شراېطو کې د بزګرانو لاس نيوی کوي، هغه له بزګرانو وغوښتل، چې دغه اصلاح شوي تخم څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي.
 ښاغلی حسن دغه راز زیاته کړه، چې د کرنې او مالدارۍ ریاست ژمن دی، چې په دغه ولایت کې ډېرې پروژې پلي کړي. 
په همدې حال کې دغنمو اصلاح شويو تخمونو څخه برخمن شوې بزګران وويل:" ډېر د خوشالۍ ځای ده، چې په دې حساسو شرایطو کې د کرنې او مالدارۍ ریاست او اړونده مؤسسات له بزګرانو سره مرسته کوي."
دوی ژمنه وکړه، چې دغه غنم به په خپلو ځمکو کې کري او ددې ولايت دکرنيزو محصولاتو د پراختيا په پار هلې ځلې کوي.
ديادونې وړ ده، چې دکرنې وزارت دکندز د چهاردرې ولسوالۍ ترڅنګ ددې ولايت د يوشمېر نورو ولسواليو او د هېواد د يوشمېر نورو ولايتو پر بزګرانو هم د غنمو د اصلاح شوي تخم د وېش لړۍ پيل کړې ده.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۲
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی لایم سلفر  در مرکز  ولایت بامیان

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، توسط تیم تخنیکی مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین، پروگرام وقایوی لایم سلفر را در قریهٔ مالک اشتر مرکز بامیان تطبیق کرد.
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع بسته‌های غذایی در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت سرپل، به همکاری موسسه سمون نابینایان افغانستان (ABM)، روند توزیع ۱۴۴۰ بسته مواد غذایی را در ولسوالی‌های گوسفندی، سنگچارک و صیاد آغاز کرد.
هر بسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۵
Background image

آغاز برنامه کار در مقابل پول نقد در شهر تالقان ولایت تخار

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار در همکاری  دفتر میشن ایست مقیم ولایت تخار ، برنامه کار در مقابل پول نقد را در شهر تالقان و ولسوالی اشکمش آغاز کرد.
بر اساس این. . .

بازگشت به خبرها