زابل کې یوشمېر بېوزله کورنیو ته غواوې ورکړل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۱ - ۱۰:۵۵
زابل کې یوشمېر بېوزله کورنیو ته غواوې ورکړل شوې

۱۱ زمری ۱۴۰۰
د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایې، چې  ددې ولایت په ۳۰ بېوزله او اړمنو کورنیو غواوې او د مالدارۍ اړونده توکي وېشل شوي دي.
د زابل د کرنې ریاست وایي، چې په یاد ولایت کې د غواګانو د وېش په پار سروې شوې، چې د سروې له مخې د۳۰ اړمنو کورنیو داقتصادي ودې په پار دوی ته غواوې او د مالدارۍ اړونده توکي ورکړل شوي دي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د زابل مرستیال والي الحاج عنایت الله خان هوتک وویل، چې دا غواوې او د مالدارۍ اړونده توکي هغه مېرمنو ته ورکړل شوي دي، چې اقتصادي ستونزې یې زیاتې وې او دکورنۍ سرپرستان یې نه درلودل.
ښاغلي هوتک همدارنګه وویل، چې ددغو غواوو او توکو په ورکړې سره به د یادو مېرمنو اقتصادي ستونزې هوارې شي او د نورو له احتیاج څخه به خلاصې شي او همدارنګه د حیواني محصلاتو بازار به هم ګرم شي .
ددې پروژې د پلي کولو موخه په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ته پراختیا ورکول او د بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ دی.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

اختتام کمپاین ادویه‌پاشی علیه آفات مورپت‌دار و خیمه‌ساز در ولایت پنجشیر

۲۵ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پنجشیر از اختتام موفقانه کمپاین ادویه‌پاشی علیه آفات مورپت‌دار و خیمه‌ساز در مرکز و ولسوالی‌های این ولایت خبر داد.
این کمپاین که به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۶
Background image

در زون شرق نزدیک به یک میلیون پیوند درختان میوه‌دار تثبیت و برآورد شد

۲۵ جوزای ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷ هـ.ق
کارمندان آمریت تصدیق تخم‌های اصلاح‌شده ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، نخستین نظارت و برآورد تخمینی پیوندک‌های تولیدشده را در ده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۸:۲۱
Background image

به دهاقین در ولسوالی سروبی کابل آموزش عملی کشت عصری شالی ارائه شد

مدیریت عمومی زراعت و مالداری ولسوالی سروبی ولایت کابل در چارچوب ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت، به منظور افزایش حاصلات شالی و ترویج روش‌های نوین زراعتی، آموزش عملی کشت شالی را. . .

بازگشت به خبرها