زابل کې یوشمېر بېوزله کورنیو ته غواوې ورکړل شوې
۱۱ زمری ۱۴۰۰
د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایې، چې ددې ولایت په ۳۰ بېوزله او اړمنو کورنیو غواوې او د مالدارۍ اړونده توکي وېشل شوي دي.
د زابل د کرنې ریاست وایي، چې په یاد ولایت کې د غواګانو د وېش په پار سروې شوې، چې د سروې له مخې د۳۰ اړمنو کورنیو داقتصادي ودې په پار دوی ته غواوې او د مالدارۍ اړونده توکي ورکړل شوي دي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د زابل مرستیال والي الحاج عنایت الله خان هوتک وویل، چې دا غواوې او د مالدارۍ اړونده توکي هغه مېرمنو ته ورکړل شوي دي، چې اقتصادي ستونزې یې زیاتې وې او دکورنۍ سرپرستان یې نه درلودل.
ښاغلي هوتک همدارنګه وویل، چې ددغو غواوو او توکو په ورکړې سره به د یادو مېرمنو اقتصادي ستونزې هوارې شي او د نورو له احتیاج څخه به خلاصې شي او همدارنګه د حیواني محصلاتو بازار به هم ګرم شي .
ددې پروژې د پلي کولو موخه په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ته پراختیا ورکول او د بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ دی.