کونړ کې سوداګریزې شنې خونې او د پیازو زېرمتونونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

user-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۵ - ۱۴:۵۳
کونړ کې سوداګریزې شنې خونې او د پیازو زېرمتونونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول


۱۵ غویی ۱۳۹۹
د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د کرنې  وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په همکارۍ ددې ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې څلور ستر سوداګریزې شنې خونې او د پیازو ۱۰ زېرمتونونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. 
په دغو سوداګریزو شنوخونوکې رومي بانجان، بادرنګ، تور بانجان، شنه مرچ او نور ډول ډول سابه کرل کیږي.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې د ارزونې له مخې دغه شنې خونې هر یوه یې د لندۍ له میاشتې د کب تر میاشتې پورې، چې په بازار کې سابه کمیږي خلکو ته تازه سابه او ترکارۍ برابروي. 
دغه سوداګریزې شنې خونې د بادرنګو او رومي بانجانو د کرکېلي او همداراز د بزګرانو د عوایدو زیاتولو او کارموندنې په موخه جوړې شوي دي.
د دغو شنوخونو چاپریال د کنټرول وړ دي او نباتي ناروغیو سره ډېر ژر مبارزه کولای شي. دغه شنې خونې د څاڅکي په سیسټم خړوبیږي، چې د وچکالیو پر مهال ډېر ګټور دي.
په کونړ ولایت کې د دغو سوداګریزو شنوخونو ترڅنګ د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا د پیازو ۱۰ زېرمتونونه چې هر یوه یې د ۱۰ ټنه پیازو د زېرمه کولو وړتیا لري هم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د سوداګریزو شنوخونو او د پیازو د زېرمتونو د جوړولو ټولیز لګښت ۴.۴ میلیونه افغانۍ ده.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي پروژې چارواکي وایي، چې د پيازو د زېرمتونونو په جوړولو سره به د بزګرانو ستونزې هوارې او کال دوولس میاشتې به په مارکېټونو کې پیاز په مناسبه بیه وموندل شي .
ددې ترڅنګ بزګرانو او د پیازو سوداګر د یادو زېرمو په جوړیدو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې تر دې وړاندې د سړو خونو د نشتوالي له امله یې پياز په ارزانه بیه پلورل کېدل، چې هم دوی ته هم بزګرانو ته یې زیان  ډېر و.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کلونو کې د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا بزګرانو او سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پیازو او نورو سبو او مېوو د زېرمه کولو او ساتلو په موخه لسګونه سړې خونې جوړې شوي دي او روان کال کې به هم د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې په اډانه کې په هیواد کې سلګونه سړې خونې جوړ او ګټې اخیستې ته به وسپارل شي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۲۶
Background image

توزیع مساعدت نقدی برای مهاجرین در ولسوالی کشنده ولایت بلخ

۲۰ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
برای ۳۰۰ تن از افراد نیازمند در ولسوالی کشنده ولایت بلخ از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ در همکاری موسسات همکار مساعدت نقدی صورت گرفت.
این برنامه از سوی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

رئیس زراعت کندز با مسئول مؤسسه توانمندسازی اجتماعی افغانستان دیدار کرد

۲۰ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رمضان المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
مولوی نیاز محمد عابد، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندز، در دفتر کار خود با عبدالبصیر وهاج، مسئول مؤسسه توانمندسازی اجتماعی افغانستان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۲:۴۶
Background image

کمپاین نهال‌شانی در ولسوالی‌های زیباک، بهارک و وردوج ولایت بدخشان

۱۸ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین نهال‌شانی با غرس هزار اصله نهال مثمر شامل چهارمغز، سیب، توت و زردآلو در ولسوالی زیباک ولایت بدخشان برگزار شد. این برنامه تحت پروژه تغییر اقلیم با حمایت مالی. . .

بازگشت به خبرها