ننګرهار کې زرګونو څارویو ته د کانګو وینه بهوونکي ناروغۍ مخنیوي په موخه درمل تطبیق شول
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «افاېاو» د روغتیا نړۍوالې ادارې «دبلیواچاو» په مالي او تخنیکي همکارۍ دننګرهار ولایت په لسو ولسوالیو کې پینځه زره څارویو ته د کانګو وینه بهوونکي ناروغۍ پر وړاندې د بیروني پرازیټو د منځه وړلو لپاره د ایور مکټین درمل تطبیق او غوجلو کې درمل شېندنه ترسره شوه.
د ننګرهارد کرنې ریاست د مالدارۍ برخې متخصصینو له لورې د درملو ښه تطبیق او غوجلو کې د درمل شیندلو څخه څارنې ترڅنګ څارویو لرونکو ته د کانګو ناروغۍ د مخنیوي لارو چارو او نورو بېلابېلو برخو کې عامه پوهاوی هم ورکړل شوي.
دغه راز د کانګو ناروغۍ د مخنیوي په موخه د عامې روغتیا، ښاروالۍ او نورو زیربطو اداراتو سره د همغږۍ ناستې هم ترسره شوي.
ددې ترڅنګ به د څارویو مېله ځایونه په دوامداره توګه د لوی اختر رارسېدو پورې درمل شیندل کېږي.
باید وویل شي، چې په ولسوالیو کې د درملو تطبیق موخه تر لوې اختر او قربانۍ وړاندې د ناروغیو کنټرول او مخنیوي دي.
