ننګرهار کې زرګونو څارویو ته د کانګو وینه بهوونکي ناروغۍ مخنیوي په موخه درمل تطبیق شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۱:۸
ننګرهار کې زرګونو څارویو ته د کانګو وینه بهوونکي ناروغۍ مخنیوي په موخه درمل تطبیق شول

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» د روغتیا نړۍوالې ادارې «دبلیواچ‌او» په مالي او تخنیکي همکارۍ دننګرهار ولایت په لسو ولسوالیو کې  پینځه زره څارویو ته د کانګو وینه بهوونکي ناروغۍ پر وړاندې د بیروني پرازیټو د منځه وړلو لپاره د ایور مکټین درمل تطبیق او غوجلو کې درمل شېندنه ترسره شوه.
د ننګرهارد کرنې ریاست د مالدارۍ برخې متخصصینو له لورې د درملو ښه تطبیق او غوجلو کې د درمل شیندلو څخه څارنې ترڅنګ څارویو لرونکو ته د کانګو ناروغۍ د مخنیوي لارو چارو او نورو بېلابېلو برخو کې عامه پوهاوی هم ورکړل شوي.
دغه راز د کانګو ناروغۍ د مخنیوي په موخه د عامې روغتیا، ښاروالۍ او نورو زیربطو اداراتو سره د همغږۍ ناستې هم ترسره شوي.
ددې ترڅنګ به د څارویو مېله ځایونه په دوامداره توګه د لوی اختر رارسېدو پورې درمل شیندل کېږي.
باید وویل شي، چې په ولسوالیو کې د درملو تطبیق موخه تر لوې اختر او قربانۍ وړاندې د ناروغیو کنټرول او مخنیوي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د پروژې د لومړي فاز د سپارلو په موخه غونډه ترسره شوه


چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د لومړي فاز د سپارلو په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د چارو ادارې لوی ریاست او د ملي پراختیا شرکت د مسؤلینو ګډه غونډه د کرنې وزارت په مقر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۰
Background image

ننګرهار کې ۴۲۰ کورنیو ته د مرخیړیو د تولید وسایل ووېشل شول

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن ایډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او»په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۴۶
Background image

د خوست قومي مشرانو سره د عشر راټولولو پروسې د ښه تنظیم په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د عشر او زکات آمریتونو د خپلو دوامدارو هڅو په لړ کې، دا ځل د مرکز شمل حسن کوټ سیمه کې د عشر او. . .

بازگشت