سفر وزیر زراعت به سمنگان برای آغاز روند توزیع گندم و کمک نقدی به مهاجرین بازگشته
۲۹ جدی ۱۴۰۴ هـ.ش
بر اساس هدایت عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی، روند توزیع گندم از ذخایر وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و کمکهای نقدی برای مهاجرین بازگشته به کشور، طی مراسمی با حضور مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در شهر ایبک مرکز ولایت سمنگان بهگونه رسمی آغاز شد.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری کشور در سخنان خود گفت که این روند بهتدریج و بهصورت شفاف در مرکز و ولسوالیهای ولایت سمنگان تطبیق میشود تا تمامی خانوادههای واجد شرایط از این کمکها مستفید شوند.
به گفته وی، در مرحله نخست دو هزار و دوصد خانوادهٔ عودتکننده در ولایت سمنگان تحت پوشش این برنامه قرار میگیرند و برای هر خانواده پنج بوری گندم پنجاه کیلویی و مبلغ پنج هزار افغانی کمک نقدی توزیع میشود.
در همین مراسم، داملا محمد شعیب رسالت والی ولایت سمنگان ضمن خوشآمدید به وزیر زراعت، به مهاجرین مقیم این ولایت اطمینان داد که کمیتهای بهمنظور رسیدگی به مشکلات آنان موظف شده و بهزودی روند توزیع شهرکهای رهایشی برای اسکان خانوادههای عودتکننده نیز آغاز خواهد شد.
همچنین شماری از مهاجرین بازگشته که از این کمکها مستفید شدهاند، ضمن قدردانی از این اقدام، خواهان تداوم چنین مساعدتها برای رفع نیازمندیهای اساسی زندگیشان شدند.
بېرته راستنو شويو کډوالو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش د بهیر د پیل په موخه سمنګان ته د کرنې وزیر سفر
۲۹ مرغومې ۱۴۰۴ه.ش
۲۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د لارښوونې پر بنسټ، هېواد ته د بېرته راستنو شويو کډوالو لپاره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له زېرمو څخه د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په حضور کې د یوې غونډې په ترڅ کې په رسمي ډول پیل شو.
د هېواد د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، په خپلو خبرو کې وویل، چې دا بهیر به په تدریجي او شفاف ډول د سمنګان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې عملي شي، څو ټول د شرایط وړ کورنۍ له دغو مرستو څخه برخمنې شي.
د هغه په وینا، په لومړي پړاو کې به د سمنګان ولایت دوه زره او ۲۰۰ بېرته راستنې شوې کورنۍ د دې پروګرام تر پوښښ لاندې راشي او هرې کورنۍ ته به پنځه ۵۰ کیلوګرامه بورۍ غنم او پنځه زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شي.
په همدې مراسمو کې د سمنګان والي داملا محمد شعیب رسالت د کرنې وزیر ته د ښه راغلاست تر څنګ، په دې ولایت کې مېشتو کډوالو ته ډاډ ورکړ چې د هغوی د ستونزو د هواري لپاره یوه کمېټه ټاکل شوې ده او ډېر ژر به د بېرته راستنو شويو کورنیو د استوګنې لپاره د هستوګنې ښارګوټو د وېش بهیر هم پیل شي.
همدارنګه، یو شمېر هغه بېرته راستنه شوي کډوال چې له دغو مرستو څخه برخمن شوي دي، د دې اقدام ستاینه وکړه او د خپلو اساسي اړتیاوو د پوره کېدو لپاره یې د دا ډول مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
