غزني کې زرګونه څارویو ته د لمپي سکین وقایوي واکسین د تطبیق پروګرام پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۱:۱۸
دعزني  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوال سازمان په مالي همکارۍ ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې څارویو ته د لمپي سکین (ال اس ډي) وقایوي واکسین د تطبیق پروګرام پیل شو.

دعزني  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوال سازمان په مالي همکارۍ ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې څارویو ته د لمپي سکین (ال اس ډي) وقایوي واکسین د تطبیق پروګرام پیل شو.
د غزني ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ څانګې آمر ډاکتر حبیب الله دانش وویل، چې د لمپي سکین واکسین د کرنې او خوړو نړۍوال سازمان په همکارۍ د غزني مرکز او ولسوالیو  څارویو ته چمتو شوی دی، چې په ترڅ به یې ۱۳۲۰۰ ډوزه واکسین ورکول شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دې پروګرام موخه د اړمنو مالدارانو ملاتړ او د څارویو وقایوي درملنه ده، ترڅو څاروي د پوستکي د دانو له ناروغۍ څخه خوندي شي. هغه یادونه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به د کرنې او خوړو نړۍوال سازمان په همکارۍ دغه واکسین په پاتې ولسوالیو کې هم پلی شي.
د غزني دکرنې رییس مولوی ګلاب الدین ذبیح الله د غزني له ټولو مالدارانو وغوښتل، چې د واکسین د تطبیق په برخه کې دې له سیمه ییزو ډاکټرانو سره همکاري وکړي، ترڅو دا پروسه په ښه توګه ترسره شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۰:۲۸
Background image

سفر رئیس عمومی جمع‌آوری عشر و زکات وزارت زراعت به ولایت تخار

۹ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی نداء محمد عابد، رئیس عمومی جمع‌آوری عواید عشر و زکات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در رأس یک هیأت رسمی به منظور بررسی وضعیت جمع‌آوری عشر و زکات و تقویت هماهنگی. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۰:۲۴
Background image

سفر رئیس عمومی عشر و زکات وزارت زراعت به ولایت بدخشان

۸ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی ندا محمد عابد، رئیس عمومی عشر و زکات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، طی سفر رسمی به ولایت بدخشان با مولوی امان‌الله حسن، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۵
Background image

سفر رئیس عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت به ولایت هرات

۸ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی عبدالاحد خلیل رئیس عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان، طی یک سفر رسمی به ولایت هرات سفر کرد.
در این سفر، مولوی خلیل ضمن. . .

BACK TO NEWS