د کندهار ارغنداب کې د تړلي درې بند چارې په چټکۍ روانې دي
![د کندهار ارغنداب کې د تړلي درې بند چارې په چټکۍ روانې دي](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-06/whatsapp_image_2024-06-02_at_15.39.11_353aaaeb.jpg)
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو ددې ولایت د ارغنداب ولسوالی د تړلي درې بند چارو څخه د لیدنې په ترڅ کې وویل، چې د یاد بند چارې په چټکۍ روان دي.
د کندهار دکرنې ریاست د چارواکو په خبره د تړلي درې بند د جوړېدو چارې موده مخکې پیل شوې وې، چې د جوړېدو چارې یې په لوړو معیار او ښه کیفیت سره روانې دي او وخت پر وخت ترې څارنه او ارزونه کېږي.
د چارواکو په خبره د یاد بند په جوړېدو سره به د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا ترڅنګ د کروندګر او مالدارانو د اوبو ستونزې هوارې اوترڅنګ یې ددې سیمې اوبه به ورسره په سمه توګه مدیریت شي.