د نورستان دکرنې رییس د ځمکې او ځنګلونو تل پاتې مدیریت پروژې چارواکو سره وکتل
![د نورستان دکرنې رییس د ځمکې او ځنګلونو تل پاتې مدیریت پروژې چارواکو سره وکتل](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-05/img-20240529-wa0119.jpg)
۹ غبرګولی ۱۴۰۳ه.ش
۱۰ ذوالقعده ۱۴۴۵ه.ق
د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی شیرآقا «پیر حبیب الرحمن» د ځمکې او ځنګلونو تل پاتې مدیریت پروژې ولایتي چارواکو سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
ددې لیدنې په ترڅ کې د ځمکې او ځنګلونو تل پاتې مدیریت پروژې ولایتي چارواکو د نورستان دکرنې رییس ته د ځنګلونو او څړځایونو ساتنې او پراختیا او دغه راز د بڼوالۍ او مالدارۍ په برخه کې د یادې پروژې د کړنو او فعالیتونو په هکله معلومات وړاندې کړل.
په همدې حال کې د نورستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی شیر آقا«پیر حبیب الرحمن» یادو چارواکو ته د پروژې اړوند لازمې سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه، چې د پروژې چارې باید با کیفیته، رڼې او شفافه وی تر څو ځنګلونو او څړځایونو په برخه کې شته ستونزې هوارې شي.