د کندهارغورک کې یوشمېر بزګرانو ته د کيمياوي سرې د وېش لړۍ پيل شوه
![د کندهارغورک کې یوشمېر بزګرانو ته د کيمياوي سرې د وېش لړۍ پيل شوه](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-05/img-20240512-wa0292.jpg)
۲۳ غویی ۱۴۰۳ه.ش
۳ ذوالقعده ۱۴۴۵ه.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د سولې بنسټ مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت دغورک ولسوالۍ یوشمېر بزرګانو ته د کروندو د ښې پالنې لپاره کيمياوي سره ورکول کېږي.
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې ددې ولایت د کرنې ریاست په همغږۍ او د سولې بنسټ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ دیاد ولایت په غورک ولسوالۍ کې یوشمېر کروندګرو ته د کیمیاوي سرو د ویش لړۍ پیل شوې ده، چې له مخې يې هر بزګر ته۵۰ کیلوګرامه سپینه او ۲۵ کیلوګرامه توره سره د بڼونو د ښې ودې او ډېر حاصل ترلاسه کولو په موخه ورکړل شي.
تر دې وړاندې هم دیادې مؤسسې له خوا ددې ولایت په څو ولسوالیو کې یوشمېر کروندګرو سره د کیمیاوي سرې مرسته کړې وه او بزګرانو ته يې د کښت او کروندې په اړه د بېلابېلو تخنيکونو روزنه هم ورکړې ده.