مالدارانو ته د معیاري چوپړتیاو وړاندې کولو په پار د لسو ولایتونو پاراوټرنرانو ته روزنه ورکړل شوه
۹ غویی ۱۴۰۳ه.ش
۱۹ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان لپاره دهالینډ کمېټې له لورې دهېواد لسو ولایتونو نوي فارغ شویو پارا وټرنرانو ته روزنه ورکړل شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د هالینډ کمېټې له لورې د ننګرهار په ګډون د کونړ، لغمان، خوست، پکتیا، لوګر، میدان وردګ، بغلان، بلخ او پروان ولایتونو ۲۳ تنو پارا وټرنرانو ته پنځه ورځنۍ روزنیز پروګرام دائره شوې وه.
د ننګرهار دکرنې رییس زیاته کړه، چې یادو داکترانو ته د نظري زده کړو سربېره عملي زده کړو زمینه د ننګرهار مالدارۍ په مرکزي کلینیک کې برابره شوې وه.
ښاغلي محمد وویل دا ډول روزنیز پروګرامونه د وترنرۍ په برخه کې ګټور تمامیږي او د دې لړۍ د غځولو او لا پیاوړي کولو غوښتنه یې وکړه.
په همدې حال کې د روزنیز پروګرام ګډونوالو د عملي او نظري زده کړو زمینې برابرولو کې د ننګرهار د کرنې ریاست او هالینډ کمېټې هڅي وستایلې او د نورو داسي ګټورو پروګرامونو برابرولو غوښتني وکړي.
په پای کې ګډونوالو ته د هالینډ کمېټې له لورې برابر شوي ستاینلیکونه ورکړل شو.