د سوېل ختیځ زون د دوو ولایتونو د کرنې ریاستونو يو شمېر کارکوونکو ته پنځه ورځنۍ روزنیز پروګرام پیل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۴ - ۱۴:۶
پکتیا

۴ کب ۱۳۹۹
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د غونډو په تالار کې د اړیکو دفتر په همکارۍ د سوېل ختیځ زون پکتیا او خوست د کرنې ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ته د طبیعي سرچینو مدیریت په برخه کې پنځه ورځنۍ روزنیز پروګرام پیل شو.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر محمد دین مومند وويل، چې طبیعي سرچینې عامه شتمنۍ دي، ساتنه، پالنه او مدیریت يې د ټولو وګړو مسئولیت دی. ښاغلي مومند د طبیعي سرچینو د مدیریت یاد روزنیز پروګرام مهم وباله او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې ترلاسه شوې زده کړې او تجربې له بزګرانو او خپلو همکارانو سره هم شریکې کړي.
د یادولو وړ ده، چې یاد روزنیز پروګرام د پنځو ورځو لپاره ده او ګډونوالو ته به د طبیعي سرچینو د مدیریت عملي او نظري لارې چارې وښودل شي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۲۵
Background image

آغاز کمپاین نهال‌شانی در ولسوالی واخان بدخشان

۲۰ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین نهال‌شانی در ولسوالی واخان ولایت بدخشان از سوی کارمندان ریاست زراعت بدخشان در آن ولسوالی  با همکاری اداره ولسوالی و نهادهای مربوطه آغاز شد.
این کمپاین به اساس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۲۰
Background image

غرس انواع نهال‌های مثمر در فارم تحقیقاتی گنج‌آباد اشکاشم بدخشان

۲۰ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان از غرس انواع نهال‌های مثمر تجارتی در فارم تحقیقات زراعتی گنج‌آباد ولسوالی اشکاشم خبر می‌دهد.
به اساس معلومات این اداره، در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۱۹
Background image

پر شدن ‌های جدید در خوست؛ نتایج مثبت برنامه مدیریت آب وزارت زراعت

۲۰ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در راستای مدیریت مؤثر آب در سطح کشور، تلاش‌های خود را بیشتر تسریع بخشیده است. در همین چارچوب، شش  تازه اعمارشده در ولسوالی‌های صبری، باک و. . .

بازگشت به خبرها