دلغمان د کرنې رییس د ژغورنې نړۍوالې کمېټې د ختیځ زون مسؤل سره وکتل
۳ سلواغه ۱۴۰۳ھ.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د ژغورنې نړۍوالې کمېټې «آی،آر،سي» مؤسسې د ختیځ زون مسؤل رحمن الله لکڼوال، او د یادې کمېټې یوشمېر چارواکو سره د چارو د همغږۍ په موخه وکتل.
په دې کتنه کې راغلو مسؤلینو وویل، چې یاده کمېټّ ددې ولایت په علینګار او علیشنګ ولسوالیو کـې دکوچني کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره نوې پروژه پلي کوي او ددغو پروژو په هکله یې د ریاست مشرتابه سره معلومات شریک کړل او د پروژې تطبیق برخه کې د همکارۍ غوښتونکي شول.
په همدې مهال د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد د یادې کمېټې مسؤلینوته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ له دوی څخه مننه وکړه، چې د بې روزګاره وګړو لپاره د کار زمینه برابروي. ښاغلي محمد دوی ته د پروګرام په تطبیق کې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ او له دوی څخه یې وغوښتل، چې په راتلونکي کې دغو پروګرامونو ته لادوام ورکړي او هغو لېرې پرتو سیمو ته چیرته چې د شلو کلونو په دوران کې خدمات ندي شوي هلته دغه پروګرامونه وغځوي.