خوست کې د تولیدي سیمو جغرافیایي نښو یا «GI» پروژې له خوا د ځنغوزیو بزګرانو او سوداګرو سره د سلا مشورې ورکشاپ

mail-admin
شنبه ۱۴۰۰/۱/۷ - ۱۱:۳۱
خوست کې د تولیدي سیمو جغرافیایي نښو یا «GI» پروژې له خوا د ځنغوزیو بزګرانو او سوداګرو سره د سلا مشورې ورکشاپ

۷ وری ۱۴۰۰
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» د تولیدي سیمو جغرافیایي نښو یا «GI» پروژې په همکارۍ د ځنغوزیو بزګرانو او سوداګرو سره د سلا مشورې دوه ورځنۍ ورکشاپ پای ته ورسېد.
په یاد ورکشاپ کې د ځنغوزیو خصوصیاتو، راټولونې، پروسس، بسته بندۍ او بازار موندنې په اړه خبرې اترې وشوې.
په دې ورکشاپ کې د خوست ولایت هغه بزګران  او سوداګر چې، د ځنغوزیو په برخه کې کار او  سوداګریز فعالیتونه کوي، د جغرافیایي نښو په ارزښت پوه شول او پر بنسټ به یې په دې وتوانېږي، چې د خوست صادراتي توکي په ځاګړې ډول «ځنغوزې» په نړيوالو مارکېټونوکې خرڅلاو ته وړاندې کړي.
ټاکل شوې، چې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د «د جغرافیایي نښو» یا «GI» سیسټم جوړ او د افغانستان ترټولو عمده کرنیز توکي له ډلې زعفران، د کندهار انار او د جلغوزیو ځانګړتیاوې په کې ثبت شي. جغرافیایي نښه د صادراتي توکو هغه نښې دي، چې د دغو توکو جغرافیایي مبدا ټاکي او مشخصه ځانګړتیاوې لري. په دې سیسټم کې د یوې ځانګړې جغرافیایي سیمې د یو کرنیز او صنعتي محصول ټول ځانګړتیاوې ثبتیږي.
د «GI» په سیسټم کې د ځانګړو کرنیزو او صنعتي توکو واردول په نړیوالو مارکېټونو کې د دغو محصولاتو ارزښت لوړوي او ترڅنګ یې دافغانستان کرنیز او صنعتي توکو ته هویت ورکوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۴
Background image

بررسی وضعیت عواید ریاست زراعت سرپل از سوی هیئت وزارت

۱۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی ضیاءالدین واقف رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، همراه با هیئت موظف به‌منظور بررسی همه‌جانبه وضعیت عواید، شناسایی منابع عایداتی، بررسی باقیات. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۴
Background image

ننګرهار کې د متوازنې پراختیا او اغېزمنو پروژو د تطبیق په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۱۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ  رییس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ، د دې ادارې تر چتر لاندې له همکارو مؤسسو او تمویل کوونکو ادارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۹
Background image

در فیض‌آباد دو مرکز عرضه و فروش محصولات لبنی ایجاد و تجهیز شد

۱۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور توسعه زنجیره ارزش محصولات لبنی، بهبود عرضه محصولات باکیفیت و حمایت از اشتغال‌زایی و توانمندسازی اقتصادی خانواده‌ها، دو مرکز عرضه و فروش محصولات لبنی در شهر. . .

BACK TO NEWS