خوست کې د تولیدي سیمو جغرافیایي نښو یا «GI» پروژې له خوا د ځنغوزیو بزګرانو او سوداګرو سره د سلا مشورې ورکشاپ
۷ وری ۱۴۰۰
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» د تولیدي سیمو جغرافیایي نښو یا «GI» پروژې په همکارۍ د ځنغوزیو بزګرانو او سوداګرو سره د سلا مشورې دوه ورځنۍ ورکشاپ پای ته ورسېد.
په یاد ورکشاپ کې د ځنغوزیو خصوصیاتو، راټولونې، پروسس، بسته بندۍ او بازار موندنې په اړه خبرې اترې وشوې.
په دې ورکشاپ کې د خوست ولایت هغه بزګران او سوداګر چې، د ځنغوزیو په برخه کې کار او سوداګریز فعالیتونه کوي، د جغرافیایي نښو په ارزښت پوه شول او پر بنسټ به یې په دې وتوانېږي، چې د خوست صادراتي توکي په ځاګړې ډول «ځنغوزې» په نړيوالو مارکېټونوکې خرڅلاو ته وړاندې کړي.
ټاکل شوې، چې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د «د جغرافیایي نښو» یا «GI» سیسټم جوړ او د افغانستان ترټولو عمده کرنیز توکي له ډلې زعفران، د کندهار انار او د جلغوزیو ځانګړتیاوې په کې ثبت شي. جغرافیایي نښه د صادراتي توکو هغه نښې دي، چې د دغو توکو جغرافیایي مبدا ټاکي او مشخصه ځانګړتیاوې لري. په دې سیسټم کې د یوې ځانګړې جغرافیایي سیمې د یو کرنیز او صنعتي محصول ټول ځانګړتیاوې ثبتیږي.
د «GI» په سیسټم کې د ځانګړو کرنیزو او صنعتي توکو واردول په نړیوالو مارکېټونو کې د دغو محصولاتو ارزښت لوړوي او ترڅنګ یې دافغانستان کرنیز او صنعتي توکو ته هویت ورکوي.