د جلغوزې سږنۍ حاصلات ۲۴ زره ټنو ته رسیږي

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۹ - ۱۵:۱۰

بزګر اوونيزه
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د جلغوزیو د ځنګلونو تر ارزونې وروسته په روان کال کې د جلغوزیو له لس تر ۱۲ سلنې زیاتوالي خبر ورکوي. د وزارت د چارواکو په خبره د جلغوزیو د ځنګلونو ارزونه ښیې، چې د جلغوزې سږنۍ حاصلات ۲۴ زره ټنو ته رسیږي.
د جلغوزې ځنګلونه د هېواد په نهو ولایتونو« خوست، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، کاپیسا او کابل» کې شتون لري، چې تر دې مهاله یې ۴۴ زره هکټاره ځمکه نیولې ده، چې تېر کال کې د جلغوزیو له یادو ځنګلونو څخه څه باندې ۲۳ زره ټنه محصول تر لاسه شوی دی. خو په روان کال کې دغه شمېره ۲۴ زره ټنو ته رسیږي.
د خوست، پکتیا، پکتیکا، کونړ، لغمان، نورستان او کاپیسا ولایتونه د هغو ولایتونو په ډله کې دي،چې د جلغوزیو ډېر ځنګلونه په کې شتون لري. یواځې د خوست او پکتیا په ولایتونو کې کابو ۴۰ زره کسان په دې برخه کې په کار وبار او د جلغوزیو په راټولولو بوخت دي.
د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا، تېر کال د لړم ۱۵ مه د جلغوزې ملي ورځ ونومول شوه. د روان کال د لړم په ۱۵ مه د جلغوزې د ملي ورځې په لمانځغونډه کې ولسمشر د جلغوزې صادراتو ته په شارې سره وویل: «زموږ پټې خزانې نورې پټې نه دي. زموږ دي، رڼې دي، مشروع دي او د افغانستان د صادراتو وړ دي.»
جمهوررییس غني د جلغوزیو د ورځې د نمانځنې په مراسمو کې وویل، چې نن د افغانستان ټول ولس د جلغوزیو په ارزښت پوهيږي. جلغوزې یواځې د لویې پکتیا نه دي، بلکه د ټول افغان ولس دي.
جلغوزې، پسته او زعفران د افغانستان مهم صادراتي توکي دي او اوسمهال د نړۍ په ۱۶ هېوادونو کې د جلغوزیو د اخیستو تقاضا شتون لري.
د کرنې وزارت چارواکي وایي، چې افغانستان په کال کې له ۲۳ تر ۳۵ زره ټنه جلغوزیو د تولید وړتیا لري، چې که په اوسنۍ بیه محاسبه شي ۳۵ زره ټنه د کال څه باندې ۱.۴ میلیارډ ډالر جوړوي.
د جلغوزیو او چهارمغزو د تولید د سرچینو د پراختیا په پار د کرنې وزارت هلې ځلې ورځ تر بلې ډېریږي. د کرنې وزارت له خوا یواځې په روان کال کې د جلغوزیو او چهارمغزو اته زره او ۷۰ هکټاره ځنګلونه احیا شوي. د خوست، پکتیا او پکتیکا په ولایتونو کې د ځنګلولۍ ۱۰۸ ټولنې جوړېدل، یوزر او ۸۰ کورني قوریې جوړېدل، د پکتیا، خوست، او پکتیکا ولایتونو د جلغوزیو د تولیدوونکو ټولنو پر ګروپونو د جلغوزیو غوټو د راشکولو دوه زره او ۲۲۰ بیاتي ګانې وېشل، چې دغه بیاتي ګانې ۲۰ سلنه د جلغوزیو د ضایعاتو مخه نیسي اود جلغوزیو د ځنګلونو د ساتنې په پار درې زره او ۲۴۰ کسانو ته روزنه ورکول هغه بنسټیزې چارې دي، چې د جلغوزیو د ځنګلونو د ساتنې او د تولید د زیاتوالي په پار تر سره شوي دي. دغه راز روان کال په ټول هېواد کې د جلغوزیو ۶.۴ میلیونه نیالګي هم اېښودل کیږي، چې د جلغوزیو د تولید په برخه کې د پام وړ پرمختګ دی.

د جلغوزې صادرات
د جمهور رییس د ځانګړې پاملرنې له کبله، په دې وروستیو کې ګاونډیو هېوادونو ته د جلغوزیو د قاچاق مخه نیول شوې ده او دا مهال دغه محصول د هوايي دهلیزونو او بندرونو له لارې د افغانستان په نوم د نړۍ بازارونو ته صادریږي.
په ۱۳۹۷ یم کال کې افغانستان د هوايي دهلېز له لارې د افغانستان په خپل نوم چین ته هم د جغلوزیو صادرول پیل کړ.
ولسمشر محمد اشرف غني د کابل او چین تر منځ د جلغوزیو د صادراتو هوايي دهلېز پرانيست چې تر اوسه یې د ۱۶ زرو ټنو نه ډېرې جلغوزي صادر کړي دي.
د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، له چین سره د هوایي دهلیز تر پرانیستل کېدو وروسته دغه هېواد ته د جلغوزیو صادرات ډېر شوي دي.
د دغو چارواکو په خبره، نړیوال بازار کې د یو کیلو جلغوزیو بیه درې سوه ډالرو ته لوړه شوې ده. د یادې خونې چارواکي دغه راز وایي، د چین سربېره په هند، متحده عرب اماراتو او یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو کې د جلغوزیو بازار پام وړ ښه شوی دی.
په ۱۳۹۷ یم کال کې له افغانستان څخه بهر ته ۱۶ زره ټنه جلغوزې صادر شوي دي. سږکال چې د جلغوزیو د فصل د راټولولو پیل ده افغانستان توانېدلې ده، چې تر دې دمه ۳۸۱ ټنه جلغوزې بهر ته صادر کړي.
د کرنې وزارت د افغانستان یاد ښه محصول ته د زیان نه رسېدو په پار د جلغوزیو د ډاډمن او معتبر صادرولو په پار د چین سفارت ته ۷۷ شرکتونه ور پېژندلي دي.
دغه راز د صادراتو د معیاري کولو په پار په ورستیو کلونو کې قرنطین اسټیشنونه د فوموګیشن او د صادراتي محصولاتو په سرټیفیکېټونو سمبال شوي دي، چې صادرات د نړۍ په کچه معیاري کوی.
د جمهوررییس د تازه حکم په اساس د افغانستان د جلغوزیو، پستې او زعفرانو قاچاق منع دی او موظف امنیتي ځواکونو ته ویل شوي، چې یاد محصولات د قاچاق په وخت کې ضبط او قاچاق وړونکي دې عدلي او قضایي بنسټونو ته ور وپېژني. همدارنګه په حکم کې راغلي که موظفین د جلغوزیو، پستې او زعفرانو محصولاتو د قاچاق د مخنیوي برخه کې غفلت وکړي، د قانون مطابق تر عدلي تعقیب لاندې راځي.

د جلغوزې پروسس
د کرنې وزارت ددې محصول د پروسس، بسته بندی او له ضایعاتو څخه یې د مخنیوي په پار هم پراخ پروګرامونه تر لاس لاندې نیولی دی، چې ددې محصول تولید، پراختیا، پروسس او پلور ته زمینه برابره کړي.
د پروسس په برخه کې د کرنې وزارت د جلغوزیو تر ټولو لویه فابریکه په کابل ولایت کې جوړه کړه. دغه فابریکه د روان زېږدیز کال په مارچ میاشت کې د ولسمشر محمداشرف غني له خوا پرانیستل شوه.
د جلغوزیو د پروسس دغه لویه معیاري فابریکه په نړیوالو معیارونو د جلغوزو پروسس کوي او ویل ګیږي، چې د سیمې هېوادونو کې ساری نه لري.
دغه فابریکه چین او یوشمېر اروپایي هېوادونو ته د جلغوزیو د صادراتو په پیل سره بشپړ او په کار پیل وکړ. ددې فابریکې ماشینونه د سیمې هېوادونو په کچه ساری نه لري.
په دې فابریکه کې جلغوزې هم د پوستکي سره او هم یې مغز د امریکا او اروپا په معیارونو پروسس کیږي.
دغه فابریکه چې د کابل په صنعتي پارکونو کې شتون لري د پنځه میلیونه ډالرو په پانګونې سره رغول شوې ده. په دې فابریکه کې په ۲۴ ساعتونو کې اته ټنه جلغوزې پروسس او بسته بندي کیږي.
دغه راز په هېواد کې د جلغوزیو د پروسس د وړتیا لوړولو په پار ټاکل شوې ده، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په ملاتړ د خصوصي سکټور لپاره په پکتیا ولایت کې هم د جلغوزې د پروسس یو مرکز جوړ شي.
خو په پراخه کچه اوس هم د جلغوزیو پروسس او بسته بندي په دودیزه توګه تر سره کیږي.
د افغانستان خلکو او دولت ته چې اقتصادي سیستم یې مالي ملاتړ ته اړتیا لري، د وچو مېوو او په ځانګړې توګه د جلغوزيو پروسس او صادرول اقتصادي ارزښت لري.