ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۹:۳۹
ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه

د ننګرهار ولایت د اماراتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه.
 دغه غونډه ددی ولایت د عدلیې ریاست په مقر کې د کرنې ادارې او تخنیکي پلاوي رییس الحاج مولوی عبدالستار محمد په مشری ترسره شوه، چې په کې پر تېرو موضوعاتو باندې لنډ بحث او رڼا واچول شوه.
دغه راز په دې غونډه کې دننګرهار ښاروالی او زوړ ښار د خلکو تر منځ موضوع په اړه هر اړخیز بحث وشو او د حج اوقافو رییس تر مشرۍ لاندې ګډ پلاوی د موضوع د ښې بررسۍ او څېړنې په موخه وټاکل شو. 
همداراز دغلام ډاګ د تیلو پمپ موضوع په اړه بحث وشو او تصمیم ونیول شو چې کار به نه کوی او خپل اسنادونه به دغصب مخنیوي تخینکي پلاوی ته سپاري.
ددې ترڅنګ په دې غونډه کې د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالی اوسیدونکې قدیم نامی موضوع په اړه بحث وشو. اود سیمې د بررسۍ او څېړنې لپاره ګډ پلاوی وټاکل شو. همدارز د کاراو ټولنیزو چارو ریاست دغصب شوی ملکیت په اړه هم هر اړخیزې خبرې اترې وشوې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۶
Background image

د خوست دکرنې ریاست؛ د سپېرې ولسوالی د خامه سړک د بیارغونې پروژه په بریالیتوب بشپړه شوه

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلوځلو، د سپېرې ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د «اکشن اېډ». . .

بازگشت