د ځنګلونو له احیا د بند امیر تر بیارغونې د کرنې وزارت په تېرو شپږو میاشتو کې د طبیعي سرچینو خوندیتابه لپاره څه کړي؟

content_admin
د ځنګلونو له احیا د بند امیر تر بیارغونې د کرنې وزارت په تېرو شپږو میاشتو کې د طبیعي سرچینو خوندیتابه لپاره څه کړي؟

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په بېلابېلو برخو کې کار کوی. د کرنې وزارت په ترټولو مهمو فعالیتونو کې د غنمو او غلو دانو زیاتوالي په پار هلې ځلې، د اوبولګولو تاسیسات جوړول، د بڼوالۍ، صنعتي نباتاتو او سبو پراختیا، د مالدارۍ پرمختیا، د اقلیم بدلون پر اساس د طبیعي سرچینو تنظیم، د خوړو خوندیتوب، بنیادي سمونونه او د مېرمنو پیاوړتیا او ملاتړ شامل دي.
دمالي کال په تېرو شپږو لومړیو میاشتو کې په دې برخه کې لاندې کارونه ترسره شوي دي:
دپستې
۶۰ زره نیالګیو لپاره د څاڅکي ابوخور سیسټم جوړول، د پستې بڼ د ساتونکو، بزګرانو او چارواکو لپاره د شپږو خونو په درلودو ودانۍ جوړول، په سولري واټر پمپ سمبال درې ژورې څاګانې کېندل؛
یو زر او
۱۹۰ کورني قوريي او یو زر او ۱۰۰ متر مکعب چکدم (محافظتي بند) جوړول؛
د سمنګان په ولایت کې د
۱۵۰ هکټاره طبیعي تخریب شوي ځنګلونو د بیا احیا لپاره د ځنګلوالۍ د درېوو ټولنو لپاره د پستې د ۱۲۰ زره نیالګیو په ظرفیت ۳۰ کورني قوریي جوړول؛
لغمان او کونړ په ولایتونو کې د جلغوزو او چهارمغزو د
۴۲۷.۵ هکټاره طبیعي تخریب شوي ځنګلونو د بیا احیا لپاره د ځنګلوالۍ شپږو ټولنو ته د ۳۴۲ زره نیالګیو د تولید په ظرفیت ۵۷ کورني قوریي جوړل؛
د خوست، پکتیا او پکتیکا په ولایتونو کې د اته زره او
۷۰ هکټاره تخریب شوي ځنګلونو د احیا په پار د شپږ میلیونه او ۴۵۶ زره جلغوزو او چهارمغزو نیالګیو د تولید په ظرفیت یو زر او ۷۶ قوریي جوړول؛
د
۲۱۷ جریبه قوریو بیارغول؛ د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې په کابو ۲۲۲ جریبه ځمکه کې د قوریو د بیارغونې فزیکي او تخنیکي فعالیتونه تر کار لاندي دي؛
د پغمان او ده مرادخان د قوریو په فارمونو کې د دوو ژورو څاګانو کېندل او د (
۲) بابه کونکس کانټینرونو د پېرلو تدارکات تر پروسس لاندي دي.

د ۶۰۲.۵ هکټاره څړځایونو بیارغول او خوندي کول
د للمي په کرکېلي سره د
۱۸۲۸.۵ هکټاره طبیعي څړځایونو بیارغول، ۲۸۰ هکټاره څړځایونه خوندي شوي، د بلخ، جوزجان، فاریاب، غزني، غور او هرات په ولایتونو کې د اته هکټاره ځنګلونو تنظیم، د څړځایونو د تخریب شویو سیمو د بیا احیا لپاره د ښه کیفیت لرونکي درې زره او ۲۰۰ کیلو ګرامه علوفي چمتو کول، د ۱۸۲ زره او ۵۰۰ رېښه لرونکو نیالګیو د اېښودو له لارې د ۱۸۲.۵ هکټاره روانو شګو تثبیت، د بلخ، جوزجان، فاریاب، کندز او هرات په ولایتونو کې د ۲۰ هکټاره روانو شګو تثبیت او په یادو ۱۲ ولایتونو کې د څړځایونو د ۲۰ ټولنو جوړول، چې د څړځایونو د چارو د روزنې په برخه کې یې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي.

د طبي نباتاتو ۳۵۰ هکټاره سیمې بیارغول او خوندي کول
د (سمنګان، بغلان، تخار، بلخ او کندز) په ولایتونو کې د طبي نباتاتو د دوامداره تنظیم او ارزښت لوړولو په پار د طبي نباتاتو د تنظیم
۴۱ ټولنې جوړول، د (سمنګان، بغلان، تخار، بلخ او کندز) په ولایتونو کې په درې زره او ۲۰۰ هکټار ځمکه کې د انجې طبي بوټي سیمې بیارغول او خوندي کول د پلي کېدو په درشل کې دي، چې چاري یې ۳۰ سلنه پرمخ تللي او دغه راز د (سمنګان، بغلان، تخار، بلخ او کندز) په ولایتونو کې د شیرین بویي طبي بوټي ۹۰۰ هکټاره سیمې بیارغول او خوندي کولو تدارکاتي چارې اعلان ته سپارل شوي دي.

د ملي پارکونو بیارغول او ملاتړ
په بند امیر کې
۷۰۰ متره د پلي تګ لار جوړول، د څلورو تشنابونو جوړول، د وسایطو اووه زره متر مربع تم ځای جوړول «کاري احجام سکیج او ډیزاین) شوي دي او ډېر ژر به تدارکاتي اعلان ته وسپارل شي او ۳۰ حفاظتي او مدیریتي پرسونل ګمارل شوي دي.

د زرغون کمربند ۱۸۰ هکټاره ځمکې بیارغول
د زرغون کمربند
۱۸۰ هکټاره سیمه کې د اوبولګولو د یوې نوي شبکې په جوړولو سره نوي ورخونه جوړ او د زرغون کمربند د یو زر او ۵۸۸ هکټاره پخواني سیمې څارنه او ساتنه ادامه لري.