د کرنیزې احصایي او معلوماتو چمتو کولو ریاست

mail-admin

Top of Form

Bottom of Foد ریاست اساسی دندي

د کرنیزې احصایې او معلوماتو چمتو کول

موخه:

د کرنې،اوبولګولو او مالدارۍ وزارت کې د کرنیزې احصایې او معلوماتو چمتوکولو ریاست رامنځته کول، د پالیسي جوړونکوو، پلان جوړونکو او کرنې وزارت د مالدارۍ په برخه کې د پرمختایې برنامو د ثابت او د قیق ارقامو چمتوکول دي.

یاد ریاست خپلې کړني د کرنیزې احصایې، (GIS) جغرافیې معلوماتوسیستم، کرنیزې هواپیژندني، (MIS) معلوماتو چمتوکولو سیسټم، د خوړو خوندیتوب، د کرنیزو محصولاتو او مالداري بیه د مارکیټ د معلوماتو په اساس برابروي. د احصایې ارقام راټولوي له څیړلو او ویش وروسته یی د استفاده کونکو په خدمت کې ورکوي.

کړنې :

  • د کال په پیل کې د هېواد کرنېزحالت د وړاندویني په اړه مخکي له حصلاتو څخه  Pre-Harvest Surve  سروې ګانوډیزان او پلي کول.
  • د هېواد په کچه دغنمو تولیداتو د اړتیا په موخه د بیلګي په ډول د غنمو بوټې د پریکولو Wheat Crop Cut Survey سروې ګانو ډیزان او پلی کول.
  • د هېواد په کچه د وریجو تولیداتو د اړتیا په موخه د بیلګي په ډول د وریجو د پریکولو Paddy Crop Cut Survey سروي ګانو ډیزان او پلی کول.
  • د بیلګي په ډول د سروي ګانو له لارې  د ارقامو څیړنه، ویش، د ارقامو ثبت اوله ترتیب شویو ارقامو څخه راپور جوړول.
  • د هېواد په کچه په ولایتونوکې د هرهکتار ځکمي د نباتاتو حصلات، تولید او د ارقامو سیمه پيژندل کول.
  • د هېواد په کچه د کرنې حالت د واړاندوینې په اړه (Agriculture Prospect Report) راپور چمتوکول.
  • په افغانستان کې د ولایتونو په کچه  Cereal Balance Sheet (تولید، لګښت اواړتیا) په اړه د غلې توازون ارزیابي کول.
  • د کابل، بلخ، مزارشریف، پلخمري سیلو ګانو، د کندهارمیوؤ تصدي لګښت او اصلاح شوې تخم  په اړه ارقام او عواید راټولول.
  • د نوي کال په پیلیدو سره لومړنۍ دارایې ، ثابته دارایې، د دولت سبسایدي، اداري تصدیو او سیلو ګانو په اړه د ارقامو او معلومات چمتوکول.
  • د اقتصادي اواجتماعي پلان له مخي د یاد وزارت د ټولو ریاستونو احصایوي ارقام راټولول، څیړل او د مرکزي احصایې په کلنۍ کې خپرول.
  • د کابل ګذرګاه په یونت کې د شیدو توزیع او شیدو د محصولاتو ارقام راټولول.
  • په اونیزاو میاشتني ډول د غله جاتو، میوه جاتو او سبزيجاتو بیه او ارقام راټولول.
  • په اونیزاو میاشتني ډول د مږانو او مالدارۍ د محصولاتو بیه راټولول.
  • په اونیزاو میاشتني ډول د غیرکرنیز اجناسو بیه راټولو.
  • د مرکزي احصایې اداري له لورې د کرنیز اجناسو د صاراتو او وارداتو ارقام چمتوکول.
  • د وزارت د نظریو په اساس د معلوماتو تخنیکي سیستم سندونه او د اړتیا په موخه د ډیټابیس برسي کول.
  • د وزارت ټولو ریاستونو او پروژو لپاره د نویو ډیټابیسونو ډایزاین،جوړول او ساتل.
  • د معلوماتوکتلو ډول او د ډیټابیس په سیسټمونو کې د ارقامو ثبتول.
  • د معلوماتو سیسټم د پراختیا او نوې کولو په موخه د وزارت له ټولو ریاستونو او پروژو سره اړیکې رامنځته کول.
  • د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ وزارت د ټکنالوژي، اپلیکشنونو اوډیټابیس برنامو د تخنیکي سندونو او کودونو ډول سټنډرډ جوړول.
  • د کرنې وزرت د معلوماتو سیسټم کې د نظریو، اهدافو ټاکل او پلي کول
  • د کرنې وزارت د معلوماتو سیسټم د پالېسیو چمتو کول.
  • د کرنې وزارت (MIS) سیستم پلي کول، د وزارت له ټولوریاستونو څخه د معلوماتو را ټولول له پروژو او اړوند مرکزي رایاستونو سره د هغوۍ پرتله کول.
  • د معلوماتو تنظیم امریت مامورین لپاره د برنامه جوړونې او ډيټابیس پرمختللې زده کړي برابرول.
  • د ډیټابیس  (MIS)  سیستم او د هغوۍ چلونکو لپاره ښونیزکورسونه برابرول.
  • د کرنیزې هوا پیژندې د معلوماتو راټولول او څیړل.
  • د غله جاتو په اړه د معلوماتو راټولول او تحلیل کول.  
  • د کرنیزې هوا پیژندنې د اونیزي، میاشتنۍ چاپ او خپرول.
  • د عصري تکنالوژي جی‌آی‌اس او ریموت سنسنگ په واسطه د کرکېله شوې سیمې اټکل کول. 
  • د عصري تکنالوژي جی‌آی‌اس او ریموت سنسنگ په واسطه د غنمو د د کرکېلې اټکل کول.   
  • د هېواد د نباتاتو نقشه برابرول او درجه بندي کول.
  • د افغانستان د خاوري نقشه کښل او د کرنې په برخه کې ترې استفاده کول.
  • د عصري تکنالوژي جی‌آی‌اس او ریموت سنسنگ په واسطه د کرنې په برخه کې د وچکالۍ نظارت کول.   
  • د هېواد په کچه د مصنوعي سپوږمکۍ له لوري د اوبولګولو شبکو نقشه کښل.
  • د افغانستان د خاوري، اوبولګولو او نباتي پورتلونو د طرحي پلي کول او ساتل.
  • په ملي کچه د خوړو خوندیتوب د ویش او څیړني په اړه ورکشاپونه دایرول.
  • د ولایتونو په کچه د خوړو خوندیتوب په اړه د سروي ډیزاین او پلي کول.

لاسته راوړنې :

  • ۱۳۸۷ څخه تر ۱۳۹۶ یم کال پورې د ولایتونو په کچه په هرهکتار ځمکه باندي د کرنیزتولیداتو  ارقام لاسته راوړل. 
  • ۱۳۸۷ څخه تر ۱۳۹۶یم کال پورې د هېواد په کچه دغله جاتو (تولید، اړتیا، له اړتیازیات او کمښت )په اړه توازن ساتل.
  • ۱۳۸۷ څخه تر ۱۳۹۶یم کال پورې (APR) د کرنې حالت په اړه د وړاندویني خپرول. 
  • ۱۳۹۵ څخه تر ۱۳۹۶یم کال پورې په هېواد کې د غنمو تولیداتو په اړه معلومات خپرول.
  • ۱۳۹۵ څخه تر ۱۳۹۶یم کال پورې د کرنې وزارت کلنی راپور خپرول.
  • ۱۳۹۴ څخه تر ۱۳۹۶یم کال پورې مخکي له مخکی د بلکي په توګه د کرنیزو سروې ګانو د غنمو او وریجو پریکولو سروي په عملي ډول پلي کول. 
  • د یاد وزارت د ټولو ولایتي او مرکزي ریاستونواجتماعي اوپرمختایې اقتصادي پلان د ارقاموڅیړل او مرکزي احصایې اداري په کلنۍ کې چاپ او خپرول.  
  • د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له سیمې څخه د ارقامو راټولو په اړه له ۱۰۰۰زر تنه څخه زیاتو سروي کونکو او ولایتي سوپروزیرانو ته زده کړي ورکول.
  • د وزارت د تخنیکي سندونو اوډیټابیس سیستم د کارکونکو اسناد د اړتیا په موخه کتل او نظر ورکول.
  • د یوالي په موخه د ریاستونو او برناموکې په بېلابیلو سیستمونوکې د کاري اړتیا  په موخه د اوږد مهالي همکاري او همغږي رامنځته کول. 
  • د کرنې،اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پروژو، ریاستونو او شریکانو ترمنځ د همغږۍ په موخه د غونډوچمتوکول او ارقام راټول.    
  • د وزارت د پروژو او ریاستونو له لوري د راټولو شویو ارقامو له څرنګوالي څخه ځان ډاډه کول.
  • د ډیټابیس سیستم د ساتلو لپاره پلان جوړول او د ډیټابیس له کړنو څخه ډاډ ترلاسه کول.
  • د خوړو خوندیتوب په خاطر ۱۱ ولایتونه په دویم فیز، ۲۲ ولایتونه په دریم فیز او یو ولایت په څلورم فیزکې درجه بندي شوې دي. 
  • د خوړو خونديتوب درجه بندي  په اړه د بدخشان، تخار، کندز او بغلان له ۶۷ ولسوالیو څخه د ارقامو راټولول.
  •  دسپوږمکۍ (‏Sentinel2‎‏) به واسطه د دویم فصل نباتاتو کښت شوې سیمي میاشتنې انځورونه تثبیتول اواستفاده ترې کول.   
  • د هېواد په ۱۸ ولایتونو ګې د وریجو د کرکېلي ثابتول او استفاده ترې کول. 
  • د غنمو او وریجو د کرکېکلي له سیمي څخه  ۲۰۰۰ ډیر جی‌‏پی‌اس لرونکو انځورونه اخستل شوې دي.
  • د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه د بارني اورښت ارقام راټول او د کرنې هوا پیژندني په ډیټابیس کې ثبتول.
  • د کرنې هواپیژندني د اونیزې ۱۲ ګڼې خپرول د مقاماتو او استفاده کونکو په خدمت کې ورکول.
  • د کرنې هوا پیژندي د میاشتنۍ ۳ ګڼي خپرول  د چارواکو او استفاده کونکو په خدمت ایښودل.

ننګوني او ستونزي:

  • د پرمختیایې پروژو د تدارکاتو او مالي پروسې اوږدوالی.
  • له ۳۰ کالونو راهیسې  په هېواد کې د کرنې سرشمیر نې نه پلي کول.
  • د احصایې د نویو ټکنالوژیکي وسایلو کموالی.
  • د کرنې وزارت له ولایتي او ځینو سکتوري ریاستونو څخه په ټاکلي وخت او ځای سره د ارقامو نه رسیدل.
  • کمبود بودجه برای یک تعداد سروی‌های زراعتی که به ‏آن اشد ضرورت می‌باشد.
  • د هېواد بزګرد لپاره د وړاندویني د طرحي نشتون.
  • د ولایتونو په کچه د ‏(MIS) د معلومات  سیسټم نه پلي کول.