ننګرهار کانال ریاست کې زده کوونکو ته د علمي او عملي روزنې زمینه برابره شوې ده

user-admin
جمعه ۱۴۰۱/۱۲/۱۹ - ۹:۹
ننګرهار کانال ریاست کې زده کوونکو ته د علمي او عملي روزنې زمینه برابره شوې ده


۱۸ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وايي، چې ددې ریاست اړوندو برخو کې د ښوونځیو زده کوونکو ته د عملي او علمي روزنې زمینه برابره شوې ده.
د چارواکو په خبره د احداد خصوصي عالي لېسې یوشمېر زده کوونکو د ننګرهار کانال زیتون فابریکې له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
د لېدنې پرمهال د زیتونو فابرېکې امر مولوي اختر محمد هاشمي وویل:«دا ډول علمي او عملي لېدنې د زده کوونکو په راتلونكي باندې مثبته اغېزه شيندي پکار داده چې دا ډول لېدنې لا ډېرې شي.» 
د ننګرهار کانال چې يو ملي او ستره اقتصادي، ټولينزه پروژه ده ورته کار د هر افغان مسووليت دى . 
د روانو او تر لاس لاندې کارونو څخه د ځوان کهول او زده کوونکو خبرول کانال اداره خپله دنده بولي. 
د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي: «زده کوونکو ته د علمي او عملي لېدنو زمينه برابره کړئ، دى تنکيو ځوانانو ته ملي او ټولګټې سیمې او پروژې وروپېژنئ، دا مو بريا ده، ستره لاسته راوړنه مو ده، او د سالمې راتلونكې تضمين دی.»

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت