د ځمکې غصب مخنیوی کمېسیون رییس او غړي ننګرهار کې د دولتزیو قومي مخورو سره وکتل

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۸ - ۱۲:۰
د ځمکې غصب مخنیوی  کمېسیون رییس او غړي ننګرهار کې د دولتزیو قومي مخورو سره وکتل


 ۱۷ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ا.ا.ا د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون رییس او د عدلیې وزیر مولوي عبدالحکيم شرعي په مشرۍ پلاوي، چې په کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر او د ځمکې د غصب مخنیوي کمېسیون غړی مولوی عطاءالله عمري، لوی څارنوال مولوي شمس الدين شريعتي، د ښار جوړونې وزير مولوي حمدالله نعماني، د سترې محکمې استازی شيخ عبدالصمد او د چارو ادارې رییس شیخ نورالحق انور شامل دي، ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولايت د دولتزيو قومي مخورو سره د هغو ښارګوټو په اړه وليدل، چې دوی له لوري د غصب په ځمکه جوړ شوي دي.
په دې ليدنه کې چې د ننګرهار د غصب مخنيوي کميسيون غړو هم حضور درلود د دولتزيو قوم ستونزې او وړانديزونه واورېدل شول، چې د قانون له مخې به لازمې پرېکړې وشي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت