د کابل ولایت کرنې ریاست

mail-admin

د کابل ولایت کرنې،اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لنډه پیژندګلوي!

په لومړیوکې کرنه په کابل کې د ترویج مدیریت ترعنوان لاندي د ولسوالیو په کچه کړنې ترسره کولې او د کرنې پراختیا عمومي ترویج تراثرلاندي وه.

په ۱۳۵۸کال کې دکابل ولایت عمومي مدیرت جوړ اوپه خپل تشکیل کې یې ترویج مدیریت، کرنیزکوپراتیفونو دپراختیا مدیریت، نباتاتوساتنې مدیریت، اداري مدیریت،جنګلاتو مدیریت د ۱۷ فارمونه په  درلودلوسره، ابریزه و قوریه جات او د مالداري د پراختیا مدیریتونه درلودل.  په هغه وخت کې یې د عمومي مدیریت چاري د ښاغلي ایام الدین په غاړه وي.

۱۳۶۲کال کې د کرنې عمومي مدیریت د هغه وخت جمهوري ریاست مقام د حکم په اساس ریاست ته لوړشو چې د کرنې اوځمکي اصلاحاتو ریاست په نوم و نومول شؤ، وروسته په ۱۳۶۳کال د بني حصارمالداري فارم، پیله وري پروژه، مچیو پروژه، او د ماهیانو روزني پروژه د یاد ریاست په تشکیل کې ورزیاتې شوې، د کرنې اوځمکي اصلاحاتو په نوم لومړی ریس د ډیپلوم اینجنر محراب الدین نیکمل په نوم وټاکل شو.

۱۳۶۶کال کې کابل ولایت کرنې اوځمکي اصلاحاتو اداره عمومي ریاست ته لوړه شوه او د ذکر شویو مدیرتونو ترڅنګ د پلان عمومي مدیریت، دولتي فارمونوعمومي مدیریت، وترنري عمومي مدیریت له ۱۷ کلینکونو سره، د اسنادو اواړیکو مدیریت یې په تشکیل کې ورزیات شول چې ریس یې ښاغلی غلام جیلاني وه. له هغه وروسته په ۱۳۶۸م کال کې ښاغلی عبدالله قدردان عمومي ریس و ټاکل شؤ او په ۱۳۷۱یم کال کې محمد ادریس حقاني په نوم یوغیرمسلکي کس د کابل ولایت د کرنې ریس وټاکل شؤ.

په ۱۳۷۵یم کال کې ملا دادګل، ملاعبدالباقي منصور او ملافضل الحق سروري په نوم کسان د یادې ادارې ریسان ټاکل شوې وه. وروسته ښاغلی سید مسکین سیقي دکرنې ریس و ټاکل شوه ورپسې ښاغلی عبدالکبیرفرزام، محترم حشمت الله عنایت او په۱۳۹۵یم کال کې محترم عمرجان منګل د کرنې،اوبولګولو او مالدارۍ ریس وګمارل شؤ او تراوسه پورې د یادې ادارې د ریاست دنده په غاړه لري.

تراوسه پورې د کابل ولایت د کرنې، اوبو لګلو او مالدارۍ ریاست ۲۲۱ تنه تشکیل لري چې په خپل چوکاټ کې د کرنیزوچارو، حیوانې روغتیا او مالدارۍ، د طبیعي سرچینو او اوبولګولو امریتونه لري د دې ترڅنګ د عمومي سرچینو عمومي مدیریت، پلان او همغږۍ برنامې، مالداري، څارني او ارزونې مدیریتونه چمتوشوې دي. دم ګړۍ یاده اداره په ۱۴ ولسوالیو او ښارکې کرنیز ښاري مدیریتونه لري او هریو په ولسوالي کې  د مالداري، کوپراتیفونو، ترویج او نباتاتو د ساتنې مدیریتونو له لارې د یاد ولایت بزګرانو ته خدمتونو ترسره کوي. کابل ولایت د ولسوالیو خلک په کرنه مشغول دي. یاد ولایت ۴۵۸۵ کلیومتره مربع مساحت لري د کرنیزې ځمکې ساحه یې ۱۲۵۵۶۳ هکتاره چې له جملې څخه ۸۶۹۹۱ هکتاره ځمکه باندي بېلابیل کرنیزنباتات کرل کیږي. چې د غلودانو سیمه يې ۴۰۴۵۷ هکتاره او حاصل یې ۱۰۷۱۶۸ ټنه، د میوه جاتوکرکیلې سیمه یې ۳۵۲۵۵ هکتاره او حاصل یې ۲۰۸۳۴۸ ټنه سبزيجاتو ځمکه یی ۹۰۹۹ هکتاره او حاصل یې ۷۰۹۲۴ ټنه حبوبات یې ۳۸۵ هکتاره او حاصل یط ۵۶۳ټنه او  واښه یې ۱۷۹۵ هکتاره ځمکه چې حاصل ۲۵۱۱۶.۵ ټنه دي په روان کال کې کرل شوې او حصلات یې ترلاسه شوې دي. د جنګلاتو سیمه یې ۱۵۲ هکتاره او د بوټو یې ۵۸۱ هکتاره سیمه ترپوښښ لاندي نیولې ده.

لیدلوری (Vision):

د تلپاتې کرنې پراختیا،اقتصادي او ټولنیزپرمختګ، خوړوخونديتوب، د فقرکموالی، کوکنارو له منځه وړل او د خلکو په ځان بسیا کول دي.

ماموریت (: (Mission

د طبیعي سرچینو چمتوکول، کرنیزو حصلاتو او تولیداتو ډیروالی، فزیکي زیرمو ساتنه او بازاموندني پراختیا، ظرفیت لوړل، بدیل کښت او د اقتصاد را ژوندي کول دي.

د یادونې وړ ده چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پروژې او موسیسات لکه د مالدارۍ او بڼوالۍ ملي پروژه، فارمونو کې د اوبوتنظیم پروژه، د خوراک نړیوال سارزمان، د خلکو په ګډون کرنې او مالدارۍ پروژه، کرنې پراختیا برنامه، سنپ ټو۲ پروژه او د یاد ریاست مرسته کونکې انجوګانې شاملې دي

د کابل ولایت کرنې، اوبولګولواو مالدارۍ ریاست د منظم پرمختیایې پلان درلودونکی دی چې خپلې پروژې په ۱۴ ولسوالیو او کرنیز ښار کې پلي کوي.  کابل ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو خوندیتوب، کرنیز اقتصاد، طبیعي سرچینو او کرنیزسیسټمونو ته ځانګړې پاملرنه کړی ده چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ څلور واړه برنامې چې طبیعي سرچینې، تولیدات او حصلات، د اقتصاد پراختیا او مدیریت بدلول پکې شامل دي.