غزنې کې د ۳۹ ممیزخونو د جوړولو چارې په بشپړېدو دي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۹ - ۹:۸
غزنې

۲۹ چنګاښ ۱۳۹۸
د غزنې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په پنځو ولسوالیو کې د ۳۹ ممیزخونو د جوړولو چارې موده مخکې پیل شوي دي، چې د ډېر شمېر هغو چارې یې د بشپړېدو په درشل کې دي.
دغه ممیز خونې، د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» له خوا په عصري بڼه جوړیږي، چې د څه باندې ۹ مټریک ټنه انګورو د وچولو وړتیالري.
د غزنې د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې یاد ممیزخونې په دې ولایت کې د ممیزخونو د صنعتد ترویج، د بڼوالو د اقتصادي ودې او د انګورو باغونو د محصولاتو د ارزښت لوړولو په پار په معیاري او اسټنډرد ډول جوړیږي.
یاد ممیز خونې د معیاري او ښه کیفیت لرونکي ممیزو د تولید لامل کیږي او همداراز د انګورو د ضایعاتو مخه نیسي.
د غزنې د کرنې ریاست وایي، چې دغه ممیز خونې به د بڼوالو په اقتصادي وده کې رغنده رول ولوبوي، ځکه کوم ممیز چې په دغو ممیزخونو کې تولیدیږي له هغو ممیزو څخه چې په دودیزه بڼه تولیدي څوچنده ښه کیفیت لري.
ممیز د افغانستان یو مهم صادراتي توکی ده او د ممیز خونو جوړول د معیاري ممیزو په تولید کې له بزګرانو سره مرسته کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۶
Background image

د کرنې وزارت او همکارو بنسټونو ترمنځ د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو خونې او د همکارو مؤسسو او دفترونو د استازو ترمنځ د بزګر مېلې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۳۰
Background image

ننګرهار کې د چکډېمونو ډکېدل؛ د کرنې وزارت د اوبو مدیریت پروګرام د بزګرانو لپاره هیله بښونکي پایلې

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې د هېواد په کچه د اوبو د مدیریت، د وچکالۍ د اغېزو د کمولو او د کرنیزو تولیداتو د. . .

بازگشت