د قحطۍ د واردمخه خبرداري سیستمونو شبکه (FEWS NET) د خوړو خوندیتوب په اړه

mail-admin

د امریکا متحدو ایالتونو د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) د قحطۍ د واردمخه خبرداري سیستمونو شبکه (FEWS NET) د پرېکړو د آسانتیا او غبرګون ښودلو په موخه له نړیوالو، سیمه ییزو او ملي ارګانونو سره په همغږۍ کې د  خواړو د خوندیتوب اړوند دبالقوه، نویو رامنځ ته شویو او یا د بدلون په حال کې ستونزو په اړه په موقع سره د واردمخه خبرداری او څېړنې وړاندې کوي.
د سیمه ییز معیشت په څانګه کې، د افغانستان د FEWS NET شبکې کارپوهان یو شمېر اړوندې اطلاعاتي سرچینې (لکه د سپوږمکۍ انځورونه، د بیو او سوداګرۍ اړوند اطلاعات، د تغذیې اړوند معلومات) څاري. دغه معلومات د سناریو ګانو د جوړولو په بهیر کې کارول کېږي چې البته دغه بهیر په راتلونکې کې د خواړو د خوندیتوب د پایلو د وړاندوینې لپاره کارول کېږي. وروسته د FEWS NET شبکه د متحده ایالتونو حکومت، د ملګرو ملتونو سازمان، د افغانستان حکومت او د غیر حکومتي مؤسسو له چارواکو سره د دغو څېړنو د شریکولو لپاره د پرېکړو د ملاتړ راز راز محصولات کاروي. په دغو محصولاتو کې د امریکا د متحده ایالتونو د نړیوالې پراختیایي ادارې چارواکو، شریکانو او د افغانستان حکومت د اړوندو ادارو  ته د معلوماتو ورکول او همدارنګه د خواړو د خوندیتوب د وضعیت درې میاشتیني اټکلونه، د خواړو د خوندیتوب د وضعیت په اړه تازه معلومات، نوي مهم پیغامونه، د افغانستان د موسمي څار رپوټ، په مرکزي آسیا کې د عرضې د بازار څیړنه، د سیمې په کچه د بیو څارنه، د هواد حالاتو اوونیزه وړاندوینه او د خواړو د خوندیتوب خبرداري شامل دي. د FEWS NET د محصولاتو په اړه د لازیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره دغې انترنتي پتې fews.net/central-Asia/Afghanistan ته مراجعه وکړئ.
سربېره پر هغې د FEWS NET کارکوونکي د احتیاطي پلانونو او غبرګون په برخه کې د هېواد او سیمې په کچه او همدارنګه د معیشت، بازارونو، د سوداګرۍ د وضعیت او تغذیې په اړوند د ژورو څېړنو په برخه کې مشورې ورکوي. همداراز FEWS NET هڅه کوي څو د څارنې او د خواړو د خوندیتوب د څارنې او څېړنې په برخه کې سیمه ییز او ملي ظرفیتونه پیاوړي کړي. پاتې دې نه وي چې یادې چارې له شریکانو او همکارو ادارو سره د څارنې، ارزونی، څېړنې او د معلوماتو د خپراوي په بېلابېلو پړاوونو کې د فعالو او عملي همکاریو له لارې ترسره کېږي. موخه دا ده چې د FEWS NET پوهه او کاري لارې چارې له شریکانو سره د ځایي، سیمه ییزې اوپه نړیوالې کچه شریکې شي ترڅو له دې لارې د بېلابېلو شبکو شریکان په ګډه هغه عمومي موخه چې په ټوله نړۍ کې د خواړو خوندیتوب څخه عبارته ده، ترلاسه کړي. FEWS NET د خواړو د خوندیتوب او کرهنې کلستر، د تغذیې کلستر او د IPC تخنیکي کاري ډلې کې غړیتوب او شراکت لري.  
د افغانستان د FEWS NET شبکې د زیانمنونکو وګړو په پېژندلو او په افغانستان او سیمه کې د خوراکي توکو د احتمالي ناورین د منفي اغېزو د کمښت په موخه د مهمو معلوماتو په وړاندې کولو کې تل بنسټیز رول لوبولی دی.

 رپوټونه: