د افغانستان د کرنيزو توليدي لاملونوپروژه (AAIP)

mail-admin

د افغانستان د کرنیزو تولیدي عواملو پروژه (AAIP) د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت  (MAIL)یوه له لویو پروژو څخه ده.

افغانستان تر ډيره په کرنه تکيه هيواد دی. د هیواد پر کچه د پرمختګ لپاره د کرنې پیاوړي کول حیاتي ارزښت لري. په دغه برخه کې ټکنالوژي تر ډیره پرمختللي او لوړه شوي ده، چې په خپل وار سره يې کرنیز تولیدات په ښکاره ډول زیات کړي دي. د دې لپاره چې د تولید وړتیا زیاته کړو، موږ باید د اصلاح شويو تخمونو نویو ډولونو (نوعو) او تجربو ته لاس رسۍ ولرو او څیړنې ترسره کړو. په بله وينا، د هر پرمختګ لپاره تجربې او څیړنیز مرکزونه اړين دي. د یوه بې ساري اقلیم او جغرافیوي موقعیت په لرلو، د افغانستان کرنيز سکتور پرمختګ لپاره پراخو څیړنو ته اړتیا ده. همدارنګه څیړنیز مرکزونه د راتلونکي نسلونو په زده کړه او روزنه کې اړين رول لري. د څیړنیزو بنسټونو غښتلي کول د هر افغان د ژوند د غښتلي کولو په مانا دی. موږ که څه هم څيړنيز مرکزونه لرو، خو کیفیت يې ستونزې لري. د کرنیزو معیاري تولیداتو تولید او ساتنی لپاره یواځنی شرط څیړنیز بنسټونه او فارمونه هم نه دي. په ټولو هغو ځایونو کې چی واردات او صادرات پرې تیریږي، قرانطین سټېشنونه باید جوړ شي. د دې بله موخه دا هم ده، چې د کرنیزو تولیداتو د صادرولو لپاره )نړیوال تجارتي سازمان( ته د غړيتوب او عملي کيدا شرطونه هم پوره کړل شي. پر دې سربيره، د آفت وژونکو درملو د کیفیت کنترول، فورمول، او پاتي شونو د ټسټ لابراتوارونه او همدارنګه د کیمیاوي سرو د کیفیت او فورمول لابراتوارونو جوړول هم اړين دي. د دې لپاره چې د کرنیزې سوداګرۍ خوځنده ماهیت سره ځانونه برابرکړو، د اړونده  حقوقي او تنظیمي چوکاټ کره کتنه هم اړينه کڼل کیږي.

په ۱۹۵۹ کال کې (د افغانستان د کرنیزو څیړنو انسټیټیوټARIA - ) بنسټ کیښودل، خو تقريباً تر ۲۰۱۳ کال يې ياد نور مرستندویه جوړښتونه نه درلودل. په هیواد کې د بې ثباتیو له امله ياد څیړنیز انسټیټیوټ تراوسه مسلکي کارپوهان، اړینه ټکنالوژي، زیربناوې، ماشینونه، ښه مالي ملاتړ، لابراتوارونه، د کرنې وړ مناسبه ځمکه، د اوبو لګولو سیستم او څیړنیز نوښتګر پروګرامونه نه لري. د دې تر څنګ، افغانستان د نباتاتو ساتنی او قرانطین مناسبو سټېشنونو ته هم اړتیا لري.

د کرنې په برخه کې له کره څیړنې وروسته، د افغنستان حکومت نامناسب وضعیت درک او له نړیوال بانک يې د همکارۍ غوښتنه وکړه. نړیوال بانک په ۲۰۱۳ کې (د افغانستان د کرنیزو تولیدي عواملو پروژه -  Afghanistan Agricultural Inputs Project  (په رامنځ ته کولو غوښتنې ته مناسب ځواب ووايه.

د افغانستان د کرنیزو تولیدي عواملو پروژه (AAIP) د کرنې ځانګړي برخې خپلې موخې وګرځولې. په دې کې د څیړنیزو فارمونو بیا رغول، لابراتوارونه او د نباتاو ساتنې سیستم، وړتیا لوړول، قرانطین شبکه، د غنمو څیړنیزې تجربې، کرنیز ماشینونه او تخنیکي مرستې شاملې دي.

د افغانستان د کرنیزو تولیدي عواملو پروژې تردې دمه خپل پلان په بریالیتوب سره پلي کړی، چې د کرنې وزارت او نړیوال بانک دواړه ورڅخه خوښ او راضي دي. د څیړنیز فارم د بیا رغونې لپاره، د سیمه ییزو څیړنیز فارمونو تخنیکي سروې او مهندسی ډیزاینونه بشپړ شوي او د زیربناو جوړولو کار يې عملاً روان دی. همدارنګه د افغانستان د کرنیزو تولیدي عواملو پروژې (AAIP) د ۱۰ څیړنیزو فارمونو او اصلاح شویو تخمونو تصدۍ ته د تخنیکي او عملیاتي مرستې په موخه کارپوهان وګمارل.

د وقايوي ګام په توګه د افغانستان د کرنیزو تولیدی عواملو پروژه (AAIP) د لابراتوارونو یو کمپلکس جوړوي. کمپلکس ۱۳ لابراتوارونه لري، چې عمده موخې یې د ټیټ کیفیت آفت وژونکو درملو او کیمیاوي سرو مخنیوی او د ناروغیو تشخیصول دي. د دې ترڅنګ دغې پروژې په ټول هیواد او په ځانګړي توګه له پولې د تیریدو او راتیریدو په نقطو او همدارنګه د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر، د کابل ګمرک او پوسټ پارسل کې د قرانطین سیستم شبکې په جوړولو پیل کړی دی. د يادې شبکې کار شروع شوی او موخه يې د نباتي آفتونو او ناروغيو قرانطین، کنترول، پلټل او د بوټو روغتیا ساتنې سرټفیکیټونو ویشل دي. دغه کار باکیفیته کرنیز توکي په ځانګړي ډول صادرات، چې د ملي اقتصاد د دوامداره پرمختګ ضمانت کوي، په مستقیم ډول لوړوي.

د وړتیا لوړونې په تړاو د افغانستان د کرنیزو تولیدي عواملو پروژې ‎(د افغانستان کرنیزو څیړنو انسټیټیوټ)، (د اصلاح شویو تخمونو تصدۍ) او د (نباتاتو ساتنې او قرانطین ریاست) ۴۷ کارکوونکو ته د ماسټرۍ او ۲ نورو ته د دوکتورا تر کچې د زده کړو موقع برابري کړي، چې اوسمهال په هندوستان کې عملاً په درسونو بوخت دي. د دې ترڅنګ يادې پروژې د ۲۳۳ کارکوونکو لپاره په هیواد کی دننه او (د افغانستان د کرنیزو څیړنو انسټیټیوټ) ۱۶ کارکوونکو لپاره په هندوستان کی د نړیوالو روزنو آسانتیاوې برابرې کړي دي. دغه پروژه په پلان کې لري چې ۷۰۰۰ کسان په هیواد کی دننه او ۱۶۵ کسان  له هیواده بهر وروزي. همدا ډول دغې پروژې (د افغانستان د کرنیزو څیړنو انسټیټیوت) او (د اصلاح شویو تخمونو تصدۍ) ته درانه او سپک کرنیز ماشینونه هم ویشلي دي. (د افغانستان د کرنیزو څیړنو انسټیټیوت) او (د اصلاح شویو تخمونو تصدۍ) پیاوړي کول او سمبالول هم د دغې مرستې یوه برخه جوړوي.

پر دې سربيره، د افغانستان د کرنیزو تولیدي عواملو پروژې (AAIP) د کرنې قانوني او تنظیمي چوکاټ په بشپړه توګه له سره کتل هم خپل لومړيتوب ګرځولی. د نباتی آفت وژونکو درملو قانون او مقرره نوي شوې او اصلاح شوي بڼې يې توشيح شوې. د کیمیاوی سرې قانون مسوده چمتو او له اړونده طرزالعمل څخه تیریږي چې په قانون بدله شي.

د پروژې موخو ته له رسيدو وروسته به افغانستان د کرنیزو څیړنو یو مجهز انسټیټیوټ ولري. چارې به يې د متخصصو او وړ کارکوونکو لخوا په اغیزمنه توګه پرمخ وړل کیږي. دا به د ډولونو (نوعو) او اصلاح شويو تخمونو له پلوه یوه ښه پایله ورکړي. د پرله پسې تجربو په پایله کې به د غنمو لوړ حاصل ورکوونکي او د مقاومو ډولونه او ښه کیفیت لرونکي مورني تخمونه تولید شي، چی د افغانستان اقلیم او خاورې سره به پوره توافق لري.

ددې ترڅنګ چې د قرانطین یو مناسب او سالم سیستم به ولرو، ټول کرنیز صادرات او واردات به د کیفیت له پلوه پوره تضمین شوي وي او دا به د افغانستان ټول اقتصاد او په ځانګړي توګه د کرنې برخه پیاوړي کړي. په پای کې، د لابراتوارونو کمپلکس بریالۍ جوړونه به موږ د دې جوګه کړي، چې ساري ناروغۍ کنترول کړو. دا به زموږ وړتیا لوړه کړي ترڅو د ټیټ کیفیت لرونکو تولیداتو مخنیوی وکړو او لازیات ګټور نباتي آفت وژونکي درمل او کیمیاوي سرې وړاندې کړو.

زموږ کار:

د افغانستان د کرنيزو د تولیدي عواملو پروژې (AAIP) موخه داده ترڅو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت (MAIL) کې بنسټیزه وړتیا رامنځ ته کړي چی د کرنې تولیدي عواملو په سکتور کې د نوموړي وزارت هراړخیزه مسولیت د ترسره کولو لپاره اړینه ده. پروژه به لمړی د تصدیق شوو غنمو د ارزښت ځنځیر(Value Chain)  تخنیکي او اقتصادي اغیزمنتیا لوړه کړي. دویم، د قانون او مقرراتو  چارچوب (Legal and Regulatory Framework) څخه په ګټه اخیستلو سره چی پروژې د خپل چمتووالي په پړاو کې د هغه په جوړولو کی مرسته کړې، د نباتاتو د قرنطین شبکو او د کرنی کیمیاوی موادو د کیفیت کنترول لپاره د ډاډ وړ اړینی آسانتیاوې برابرې کړي. دریم، د سیمه ایزو سروې ګانو د پایلو په اساس چی د چمتووالي په پړاو کې ترسره شوي دي، پروژه به یو اقداماتي پلان ډیزاین او وازمایي ترڅو د بذري تخمونو او د کرنيزو کیمیاوي موادو لپاره د ویش داسي سیستمونه جوړ کړي، چې په مارکیت باندې ولاړ وي – پدې کې به د کرنې د ترویج او د کیمیاوي مواد د کیفیت کنترول په برخه کې د معلوماتي او مخابراتي تکنالوژۍ  (ICT) کارونه هم شامل وي. د وړتیا لوړنې پروګرامونه به له ملکي کارکوونکي، بزګرانو او سوداګرو سره د دغو اقداماتو په جريان کې مرسته وشي.

الف: د اصلاح شوو غنمو تخمونو تولیدول: د کرنيزو تخمونو د تولید او تصدیق داسی یو سیستم رامنځ ته کوي، جې د سوداګرۍ له پلوه تل پاتې او له تخنیکي اړخه اغیزمن وي، ترڅو د اصلاح شوو غنمونو د تخم  تولید اوسنی بې ثباته سیستم پرمختللی کړي.

الف: ۱ برخه – د وراییټيو انتخاب او د مورني تخم تولیدول – د افغانستان د کرنیزو څیړنو په انسټیټیوټ(ARIA)  کې به د وراییټيو انتخاب او د مورني تخم د تولید اغیزمنتیا لوړه کړي. پروژه د افغانستان د کرنیزو څیړنو انسټیټیوټ د فارمونو ځمکه اصلاح کوي او نوموړي انسټیټیوټ ته به ودانۍ، د فارم او دفتر وسایل، روزنه او تخنیکي مرستې برابرې کړي.

الف: ۲ برخه – د بنیادي او راجسترشوي تخم تولیدول. د اصلاح شوو کرنيزو تخمونو په تصدۍ  (ISE) کې د مورني تخم د ډیروالي (تکثیر) اغیزمنتیا په بنیادی او راجستر شوي تخم باندی زیاته کړي. پروژه به د اصلاح شوو کرنيزو تخمونو د تصدۍ فارمونو د ځمکې په پرمختګ کې مرسته وکړي او د نوموړي تصدۍ د عملیاتو لپاره د فارم او دفتر وسایل او همدارنګه روزنه او تخنیکي مرسته برابره کړي.

الف: ۳ برخه – د کرنيزو تخمونو سکتور همغږي کول. د کرنيزو تخم ملي بورد  (NSB)سره مرسته کوي ترڅو د کرنيزو تخمونو صنعت همغږی کړي. د افغانستان د کرنيزو تخمونو ملی مؤسسې(ANSOR)  سره د عملیاتي لګښتونو په برخه کی مرسته کوي او د کرنيزو تخمونو خصوصي تصدیو  (PSEs)په برخه کی د نوموړې مؤسسې آسانوونکې او همغږی کوونکی رول پیاوړی کوي.

ب: د نباتي قرنطین شبکې او د کرنيزو کیمیاوي موادو کیفیت کنترول. د کرنيزو کیمیاوي موادو او نباتي قرنطین لپاره بنسټیزې وړتیا او فزیکي بېخ بنا په رامنځ ته کولو سره به د کرنيزو تولیدي عواملو خوندیتوب او ډاډمنتیا زیاته کړي ترڅو د هغو آفت وژونکو او کیمیاوي سرو له بازار موندنې څخه مخنیوی وکړي، چی استعمال یی منع، خطرناک، غیرمعیاري او بې باوره وي او پدې توګه هیواد ته د نباتي آفتونو داخلیدل او خپریدل کم کړي.

ب: ۱ برخه – د کرنيزو کیمیاوي موادو کیفیت کنترول. د فزیکي بېخ بنا او وړتیا رامنځ ته کول ترڅو د آفت وژونکو قانون په ګډون ټول اړونده قوانین پلي کړي لکه؛ ۱) د آفت وژونکو رجستر کول، اداره  او د کیفیت کنترول دفتر؛ ۲) لابراتوارونه او وسایل؛ ۳) د آفت وژونکو د تسمم مدیریت مرکز؛ ۴) د کیمیاوي سرو د کیفیت پلټنی سیستم.

ب: ۲ برخه - د نباتي قرانطین شبکه. د فزیکي بېخ بنا او وړتیا په رامنځ ته کولو سره د نباتي قرنطین  قانون او مقرراتو له پلي کولو څخه ملاتړ کول، ترڅو د بهرنیو حشراتو د قرنطین شویو نباتي آفتونو او ناروغيو داخلیدو او خپریدو مخنیوی وکړي او د نباتي قرنطین/ روغتیا ساتنې د مناسبو سرټیفکیټونو په ورکولو سره د نباتي موادو صادرات اسانه کړي او دغه کارونه به پکی شامل وی: ۱) د هغو نباتي آفتونو او ناروغیو ملي سروې چی د حشراتو څخه سرچینه اخلي او د نباتی آفتونو تحلیل او تجزیه؛ ۲) د حشراتو څخه د رامنځ ته کیدونکو نباتي آفتونو او ناروغیو لپاره د ۱۳ قرنطیني سټیشنونو او تشخیصوي آسانتیاوو جوړول؛ ۳) د نباتي آفتونو د مدیریت پلان پلي کول.

ج: د تولیدي عواملو د برابرولو او وېش سیستمونه. دا برخه به د کرنيزو تولیدي عواملو د ویش اوسني سیستمونه او ازمیښتی پرمختګونه تحلیل کړي، ترڅو ورته د بزګرانو لاس رسی زیات کړي. د دوه ګونو سروې ګانو د ارقامو پربنسټ (د کروندې په کچه د تولید سروې او د کرنيزو تولیدي عواملو د ارزښت ځنځیر سروې) چی د پروژې د چمتووالي په پړاو کې ترسره شوي دي، د وېش په سیستمونو کې د پانګونې لپاره یو اقداماتي پلان چمتو او وازمایي.

د: د پروژې مدیریت او څارنه. د پروژی د مدیریت مرستندویه تخنیکی ټیم (IMST) ساتل او پراخول چی له وړاندې څخه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې (MAIL) کی شتون لري او د څارنې او ارزونې، د معلوماتو مدیریت سیستم، تدارکاتو، مالي مدیریت، د چاپیریال ساتنی او مدیریت اډانه او د آفت وژونکو د مدیریت پلان دندې ورته سپارل شوې دي. نوموړی ټیم د افغانستان د کرنیزو څیړنو انسټیټیوټ(ARIA) ، د اصلاح شوو کرنيزو تخمونو له تصدۍ  (ISE)، د کرنيزو تخمونو ملي بورډ  (NSB)، د نباتاتو د ساتنی او قرانطین ریاست (PPQD)، او د خوړو او د‎ کرنيزو تولیدي عواملو د کیفیت کنټرول له ریاست سره ګډ کار کوي او په نوموړو بنسټونو کی د پروژي فعالیتونه اسانوي.

 

ملټي ميډيا

P1

P2

Poster final

د شکایتونو د څېړلو د میکانېزم لارښود یا(GRM)

د محیطي او ټولنیز مدیریت چوکاټ(ESMF)

د بیا مېشتېدنې د پالیسۍ چوکاټ(RPF)

دا پروژه ختمه شوې ده.