د کب روزنې صنعت او پر وړاندې یې د کرنې وزارت هلې ځلې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۱۲:۱
د کب روزنې صنعت او پر وړاندې یې د کرنې وزارت هلې ځلې

دهقان (بزګر) اوونیزه / نورالله پتمن
کب روزنه او نیونه په نړۍ کې یو له خورا مهمو صنعتونو څخه شمېر کېږي، چې د کبانو د غوښې کارولو لپاره انسانانو په بېلابېلو وختونو او ځایونو کې هڅې کړي دي تر څو د خوړو خوندیتوب او د خورا لوړ کیفیت غذایي توکو په برابرولو کې د کبانو له غوښو څخه ګټه واخلي.
له اوږدې مودې راهیسې د کب غوښه کارول او مصرف د نورو هېوادونو تر څنګ په افغانستان کې هم دود دی.
د کبانو روزنه په هېواد کې سربېره پر دې، چې ارزښتمن خوراکي او غذایي توکي برابره وي تر څنګ یې په کلیوالي او ښاري سیمو کې د عوایدو لوړېدو او کاري فرصتونو په برابرولو سره یو له مهمو برخو څخه شمېرل کېږي.  
زموږ هېواد د بېلابېلو اقلیمي شرایطو او پراخو طبیعي امکاناتو سره، د یخو او ګرمو اوبو د کب روزنې فعالیتونو لپاره ډېره ښه زمینه لري.
د هېواد پراخې اوبیزې سرچینې د کبانو د ژوند لپاره خورا اغېزمنې او ګټور پاتې شوي تر څو په راتلونکي کي له دې لارې د هېواد د خوراکي او غذایي توکو په تولید کې د کبانو ونډه هم ورځ تربلې زیاته شي. چې دا د سیمې په اقتصادي پرمختګ، او ټولنیزو ورځینۍ چارو کې خورا ګټور تمامېږي.
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هڅه کوي، چې افغانستان د کبانو غوښې د تولید له پلوه ځان بسیا کړي.
د کرنې وزارت له خوا تر دې دمه په هېواد کې د کبانو روزنې د ډېرښت او پراختیا لپاره اغېزمن ګامونه اخېستل شوي دي؛ تر څو وتوانېږو په هېواد کې د کبانو غوښې د تولید کچه لوړه او د هېواد اړتیاوې له دې لارې پوره کړو.
له نېکه مرغه، پدې وروستیو کلونو کې، دې برخې ته د ځانګړې پاملرنې له امله، د کب روزنې صنعت ښه وده کړې او خلک هم په دې سکټور کې د پانګونې او کار په پار ځانګړې لېوالتیا لري او غواړي، چې د کبانو روزنې فارمونه لا زیات کړي، چې ورسره یاده برخه نږدې په ښه حالت کې ده.
په سیمه کې د نفوس ډېرښت د دې لامل شوي، چې د مالدارۍ محصولات په ځانګړې توګه د کبانو غوښو ته د هېواد والو اړتیاوې هم ډېرشي.
 دا مهال د هېواد په ډېرو خوړنځایونو، کورونو او تفریحي ځایونو کې د کبانو له غوښې څخه ګټه اخېستل کیږي، چې دې په هېواد کې یې په ځانګړې توګه په ساړه هوا کې ښه تود بازار هم خپل کړئ دی.
په همدې موخه د کابل لویدځ قرغې سیمه کې د کبانو یو لوی تکثیري او ترویجي فارم هم شتون لري، چې هر وخت ترې په ګڼ شمېر کبان په بېلابېلو وختونو کې تکثیر، ترویج او تولیدیږي، چې له دې لارې د یاد فارم فعالیتونه ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي.
د قرغې د فارم مسوول احمدضیاء فیاض یار چې له تېرو ۱۵ کالونو راهیسې په دې فارم کې په دنده بوخت دی د یاد فارم په هکله وویل:«د کبانو په دې فارم کې دوه ډوله کبان تکثیر او تر ویج کېږي، چې له دې ډلې د سړو اوبو کبانو ۱۳پاخه او د ګرمو اوبو ۱۰ خام حوضونه چې د سړو اوبو د کبانو ظرفیت په هر متر مربع کې ۴۵ دانې په ټول کې تر ۴۰ زره شاوخوا او د ګرمو اوبو په هر متر مربع کې ۳ دانې په ټوله کې شل زره په شاوخوا کې  شتون لري، چې ښځینه کبان په ۳ او نارینه یې په ۲ کالونو کې ځوانۍ( بولوغ) ته رسېږي،
له دې فارم څخه فارم لرونکي او نور خلک لیدنه کوي او د مسلکي کارکونو پرمټ زده کړې ورکول کېږي او خپلې لازمې فني او مسلکي لارښونې ورسره شریکه وي.»
ښاغلی احمدضیاء فیاض یار وایي، چې د سړو اوبو خال لرونکي کبانو تکثیر شاوخوا له ۳۵ ورځو څخه تر ۴۰ورځو د ۱۲ څخه تر ۱۸ درجو د سانتي ګرید پورې شرایطو ته په کتو رشد او  دوام کوي، چې دا خورا ډېر مشهور او د لوړې بیې لرونکي دي؛ هغه وایي چې د ګرمو اوبو کبانو په حوضونو کې درې ډوله کبان چې ګراس، سلور او معولي دي اچول کېږي او د تکثیري کبانو په خونه کې، چې تر ۴۰۰ زرو هګیو ظرفیت لري او د اړوندو وسایلو څخه په ګټې اخیستنې، د بېلابېلو مرحلو او کوچنیو حوضونو څخه وروسته لویو ډنډونو ته د لا  غوړېدو لپاره لېږدول کېږي چې شمېر یې زرګونه کبانو ته رسېږي.
دا مهال د یادو کبانو فارمونه د کابل سربېره د هېواد په ګڼو ولایتونو کې مخ په زیاتېدو دي، نموړی د خصوصي سکتور سره هم همکاري بې ساري یاده وي او وایي، چې د کبانو د سکټور د پیاوړتیا او پراختیا په موخه یې هر وخت خصوصي سکټور دې ته هڅولي تر څو د کبانو صنعت ته مخه کړي، ترڅو کاري بوختیاوې ورسره زیاتې شي او یاد سکټور په دې برخه کې پانګونه وکړي او د بهرنیو هېوادونو څخه د بې کیفیته کبانو د واردېدو مخه ونیول شي.
د کب روزنې په سکټور کې ډېرو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده، سمیع الله هغه کس دی، چې د قرغې په تکثري او ترویجي فارم کې د کبانو په روزنه، د ډنډونو په پاکولو، د اوبو سم مدیریت او کبانو ته پر وخت د خوراکي توکو ورکول او نورو چارو بوخت دی. نوموړی خپل کار څخه خوښ دی او وایي، چې دا یو غوره او تر ډېره له ستونزو څخه خالي کار دی، چې ګټه یې هم مناسبه او ښه ده.
د قرغې فارم لسګونه کاله پخوا د کبانو د تکثیر او ترویج، فارم لرونکو ته هر اړخیزې مشورې، روزنه ورکول او په هېواد کې د کبانو د صنعت د پراختیا په موخه جوړ شوی دی.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالوماتو پر اساس، د هېواد په کچه د کب روزنې څه باندې دوه زره او ۶۳۴ فارمونه شتون لري، چې د یادو فارمونو له لارې د کال څه باندې دوه زره مټریک ټنه د کبانو غوښه تولیدېږي.
هلمند، کندهار، ننګرهار، کندز، ارزګان، کونړ او هرات ولایتونه دهېواد په کچه د کبانو غوښې اصلي تولیدوونکي ولایتونه دي.
شیرماهي، لقه ماهي، خال ماهي، طیاره ماهي، موري ماهي، قنات ماهي او مار ماهي، د افغانستان نوموتي کبان دي. د کابل او نورو ولایتونو په بازارونو کې د تازه کبانو یوکیلو غوښه له ۲۰۰ تر ۳۰۰ افغانیو خرڅېږي.
د کرنې وزارت دکال له ۸۰ تر ۱۰۰ د کب روزنې مرکزونه جوړوي. د یاد وزارت له کلیدي برنامو څخه یو هم په هېواد کې د کب روزنې پراختیا ده.