د متراکمو بڼونو دجوړولو چارې پيل شوې

mail-admin
د متراکمو بڼونو دجوړولو چارې پيل شوې

۱۸ وری ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کابل د پغمان په ولسوالۍ کې د متراکمو او غير متراکمو بڼونو دجوړولو چارې  رسماً پيل شوې.
ددغو بڼونو د چارې په پيل غونډه کې د ويډيو کنفرانس له لارې ولسمشر  محمداشرف‌غني، دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي، دکرنې وزارت مرستيالان او رييسان، د چاپېريال ساتنې ملي ادارې چارواکو، د کابل ولايت سيمه ييز مسوولين، دکليو دپراختيايي شوراګانو چارواکو او يوشمېر بزګران ګډون درلود.
په پيل کې، دکرنې وزير ډاکټر انوارالحق احدي ديادو بڼونو په هکله چې د ولسمشر له سلو زېرو څخه يو دی، جزيات وړاندې کړه.
ولسمشر غني، ۱۴۰۰ کال  «ثبات و تحرک» نومولی دی او ټاکل شوې،  چې ددې کال په لومړیو ۱۷ اوونيو کې، هېوادوالو ته سل زېرې ورکړي.سږکال د وري درېيمه اوونۍ د کرنې اوونۍ نومول شوی دی.
دکرنې سکټور په برخه کې د ولسمشر لومړنی زېری د هېواد په بېلابېلو برخو کې د يوزرو ۲۰۰ هکټاره نويو بڼونو جوړولو د چارې پيل او دبڼوالۍ سکټور پراختيا ده.
ددغو بڼونو د چارې په پيل غونډه کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي، د ولسمشر له ملاتړ او د يادوبڼونو د کار د پيل په پار د خوښي څرګندولو ترڅنګ بڼوالي د کرنې اساسي ستنې وبلل او وويل: «د بڼوالۍ په سکټور کې دکرنې وزارت د اساسي لومړيتوبونو پر اساس، نن په ۱۳ ولايتونو کې د څه باندې يوزر او ۲۰۰ هکټاره نويو بڼونو د جوړولو چارې پيل و. دغه بڼونه چې په کې متراکم او غير متراکم بڼونه شامل دي، داسې بڼونه به وي چې په راتلونکې کې د مېوو دزياتوالي لامل او کرنيز صادرات چې د افغانستان دصادراتو لويه برخه ده زياتوي.»
ډاکټر انوارالحق احدي وويل،  چې د يادو بڼونو د جوړولو ترڅنګ د کرنې وزارت په پام کې لري،  چې ډېر نور بڼونه هم جوړ کړي. ښاغلی احدي زياته کړه،  چې دپستې ۳۰زره هکټاره سوداګريزو بڼونو جوړول، د سټروسو، خرماوو، عنابو او د يوشمېر نورو مېوو اووه زره هکټاره بڼونه جوړول،  دکرنې وزارت له مهمو لومړيتوبونو څخه دي.
د کرنې وزير وويل، چې د پستې د ۳۰زره هکټاره بڼونو په جوړېدو سره به څو کاله وروسته افغانستان  وکولی شي،  چې له دې لارې ۷۰۰ ميليون ډالر عوايد ولري.
ډاکټر انوارالحق احدي وويل،  چې په وروستيو کلونو کې د بڼوالۍ سکټور ښه وده کړې او اوس مهال نږدې دوه ميليون کسان په دې سکټور کې کار کوي.
هغه وويل،  چې په تېرو څوکلونو کې يوازې ددې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لارې د مېوو څه باندې۴۰زره هکټاره نوي بڼونه، د پستې څه باندې اته زره هکټاره بڼونه جوړ او دغه راز څه باندې ۹۰زره هکټاره زاړه بڼونه بيارغول شوي دي.
دغه راز په دې مراسمو کې،  د پغمان ولسوالۍ يو بزګر حاجي همايون  دبڼوالۍ په سکټور کې دکرنې وزارت له کړنو او پر بڼوالو د متراکمو نيالګيو د وېش په پار مننه وکړه او وې وېل، چې اوسمهال د متراکمو بڼونو په جوړولو سره د بڼوالو توليد او عوايد زيات شوي دي.
 په همدې حال کې دکرنې وزير له خوا د بڼوالۍ په برخه کې دکرنې وزارت د برنامو تر اورېدو وروسته ولسمشر محمداشرف غني د بڼوالۍ په برخه کې ددې وزارت د برنامو هرکلی وکړ.
ولسمشر غني وويل،  چې د بڼوالي په برخه کې لوی پرمختګونه ترسره شوي دي: « کرنه، بڼوالۍ او مالدارۍ زموږ د ټولنې د ثبات اساسات جوړوي. کرنه،  بڼوالۍ او مالدارۍ ته له ځانګړې پاملرنې پرته پرمختګ ستونزمن کار دی. ډېری خلک له دې لارې خپل د ژوند لګښتونه تامينوي.»
ولسمشر دغه راز وويل،  چې هوايي کوريډورونه جوړ شوي دي او د هېواد ډېری صادراتي توکي کرنيز محصولات دي.
هغه وويل،  چې د هېواد د کرنيزو محصولاتو پر وړاندې اصلي ستونزه د بازار نه شتون نه دی، بلکه د پروسس مرکزونه دي.
ښاغلی غني وويل،  چې په دې برخه کې بايد کار ووشي او د پروسس مرکزونه جوړ شي.
ولسمشر زیاته کړه، پر کرنې او بڼوالۍ پانګونه سلګونه زره کورنیو ته د اشتغال زمینه برابروي او رسمي اقتصاد پیاوړی کوي.
جمهوررئیس وویل:«ناسم ذهنیت رامنځته شوی،  چې ګویا ځوانان په کرنه کې راتلونکی نه لري، برعکس ځوانان د کرنې په برخه کې ښه راتلونکی لري، ځکه د افغانستان ځمکه، هوا او مېوه جات د نړۍ په کچه متفاوتې ځانګړنې لري.»
ولسمشر غني د خپلو خبرو په پای کې د کلیوپراختیا وزارت، د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او ټولو اړوندو ارګاونو ته لارښوونه وکړه چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سره په هېواد کې د بڼوالۍ د ودې او پراختیا لپاره هراړخیزه همکاري وکړي.