بي بي واسعه څنګه خپل ارمان ته ورسېده

mail-admin
success story

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د هېواد په ګوډ کوډ کې د نارینوو بزګرانو ترڅنګ ښځینه هغو ته هم د کرکېلي زمینه برابره کړې او وخت ناو خت د کرکېلي اړوند په بېلابېلو برخو کې ورته روزه نیزې برنامې جوړوي او ترڅنګ یې د کرنیزو بستو په وېشلو سره ددغو کروندګرو مېرمنو ملاتړ کوي.
د کرنې وزارت له چوپړونو څخه یو تن برخمن شوې، د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ د خشکنبد د کوز کلی اوسیدونکې بي بي واسعه ده. 
۲۵ کلنه واسعه په یوه بېوزله کورنۍ کې ژوندکوي او د خپل پلار سره اوږه په اوږه د کرنې له لارې د کورنۍ عواید برابروي.
واسعه وایي: «له کرکېلي سره مې مېنه او علاقه ډېره وه تل به مې هلې ځلې کول، چې یو لاره پیداکړم ترڅو په دې برخه کې کار وکړم او خپل پلار سره د خپلې کورنۍ د عوایدو په پوره کولو کې د مرستې جوګه شم.»
واسعه وایي ډېره هيله يې لرله چې د ژوند په چارو کې له خپل پلار سره مرسته وکړي خو په وينا يې داسې کار نه پيدا کېده، چې ښځې يې وکولای شي او اقتصادي ارزښت يې هم ښه وي.
په همدې کې د ۲۰۱۹ کال په پيل کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې (#NHLP) کارکوونکي د دوی کلي ته ورغلل او هغو مېرمنو سره، چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د کار کولو علاقه لرله د مرستې او همکاری غږ وکړ.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامه د ۲۰۱۹ ام کال په پیل کې بي بي واسعې ته یوه کورني باغچه جوړه کړه. د سبو د کښت، اوبولګولو، خشاوې کولو او د حاصلاتو د راټولولو د روزنې تر څنګ يې ورته د بادرنګو، کریلې او ترایي تخمونه هم ورکړل چې په کورني باغچه کې يې وکري.
واسعه وايي: «له دغې شنې خونې څخه مې ۱۴ خلتې بادرنګ راټول کړ، چې یوه خلته مې په ۱۱۰ افغانۍ خرڅه کړه، چې ټوله ۱۵۴۰ افغانۍ شو. اوس هم بادرنګ ترې اخلو او خرڅوو يې او ترڅنګ یې په کور کې هم بادرنګ مصرفوو. ترټولو ښه خبره خو داده، چې د دې شنې خونې په مرسته اوس کولی شو چې بې موسمه سابه هم وکرو.» هغې زیاته کړه: «د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې کارکوونکو چی زما علاقه مندي ولیدله نو د سبو د پروسس توکي یې هم راکړل او د سبو او ترکاریو د پروسس په برخه کې یې وروزلم.»
بي بي واسعه وایي، چې د سبو د پروسس د لارو چارو تر زده کولو ورسته یې د سبو پروسس ته مخه کړې، چې په درېوو میاشتو کې یې ۲۰۰ بوتله بېلابېل اچار جوړ کړي او په بازار کې یې خرڅ کړي دي.
نوموړې وویل: «يو بوتل اچار مې په۱۰۰ افغانۍ خرڅ کړ او په درې میاشتو کې مې۲۰ زره افغانۍ په اچارو وګټلې.»
بي بي واسعه وايي اچار يې ښه بازار لري ځکه چې د جوړولو پر مهال يې د روزونکو ټولې خبرې په پام کې نيسي او دغه راز يې پاکوالي ته یې هم ډېر پام کوي.
دا وايي هغه پيسې چې د اچارو له پلور څخه تر لاسه کوي پرې د کور لګښتونه پوره کوي او په دې ډول خپل هغه ارامان ته رسېدلې ده، چې يو وخت يې غوښتل د کور په لګښتونو کې له خپل پلار سره مرسته وکړي.