حاجي امیر احمد: د بڼوالۍ له عاید سره مې اقتصادي وضعیت ښه شوې

mail-admin
success story

حاجي امیر احمد:
د بڼوالۍ له عاید سره مې اقتصادي وضعیت ښه شوې
بزګر اوونيزه
د ننګرهار ولایت یوتن بزګر د خپل بڼ د شفتالوو د پلور له لارې نږدې ۳۰۰ زره افغانۍ عاید تر لاسه کړئ دی.
د ننګرهار ولایت د کوز کنړ ولسوالۍ د سلامپور د کلي اوسیدونکی حاجي امیر احمد هغه بڼوال دی چې، د شفتالوو له ۱.۵ جریبه بڼ څخه یې نږدې ۳۰۰ زره افغانۍ عاید تر لاسه کړئ دی.
حاجي امیر احمد څلور کاله مخکې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ په ملي برنامه «NHLP» کې شامل شو او د دې برنامې له چوپړونو او زده کړو څخه ګټه پورته کوي. هغه په دې برنامه کې تر شاملېدو مخکې له خپلو کرنیزو ځمکو څخه ډېر لږ عاید ترلاسه کول.
حاجي امیر احمد د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ په برنامه کې تر شاملېدو مخکې په خپله ځمکه کې غلې دانې کرل خو کله چې، د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ په ملي برنامه کې شامل شو خپله ځمکه د ژر رسوو شفتالوو په بڼ بدله کړه.
حاجي امير احمد وايي: «شفتالو په لومړي کال نښه ښکاره کړه او کال په کال يې د حاصل کچه لوړیدله. له نېکه مرغه په څلورم کال يې ډېره زیاته میوه ونیوله او په ۲۷۵ زره افغانۍ مې ټول بڼ خرڅ کړ. دا راته ثابته شوه، چې مېوې د نورو فصلونو «غلو دانو او سبو) په پرتله څو چنده زیات حاصل ورکوي، په لوړه بیه خرڅېږي او ښه مارکېټ هم لري.»
دی زياتوي چې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه وروسره د افتونو او ناروغيو په کنټرول کې هم مرسته کوي، چې دا کار هم د حاصلاتو پر زياتوالي او هم د کيفيت پر ښه کېدو زياته اغېزه کوي. هغه وویل، غواړي چې د خپلې بڼوالۍ لمن پراخه او د ژر رسوو مېوو نور بڼونه هم جوړ کړي.
حاجي امیر محمد لوړې زده کړې لري او د يوې ګڼې کورنۍ مشر دی. هغه د خپل بڼ د حاصلاتو د پلور له لارې په دې توانېدلې ده چې، خپلو ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره کړي او هېله یې داده چې، ماشومان یې لوړې زده کړې وکړې او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.