دکرنې وزير ته دپروژې دچارواکو دمالوماتو ورکړې غونډه: په ۱۳۹۹يم کال کې د «HVCDSP» پروژې فعاليتونه او ۱۴۰۰ام کال لپاره يې برنامې
۱۳ مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې «HVCDSP» چارواکو، په ۱۳۹۹یم مالي کال کې دیادې پروژې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په هکله د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق ته مالومات وړاندې کړل او ترڅنګ یې د راتلونکي ۱۴۰۰ام کال د برنامو په هکله هم جزیات ورکړل.
د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې رییس احمدفرید راید، ددې پروژې د فعالیتونو او برنامو د راپور په وړاندې کولو سره وویل، چې د«HVCDSP» شپږ کلنه پروژه ده، چې د نویو بڼونو جوړولو او د مېوو او سبو د زیاتوالي په برخه کې د هېواد په ۱۱ ولایتونو «غزني، میدان وردګ، بامیان، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کونړ، لغمان او ننګرهار» کې فعالیت کوي.
ښاغلی راید زیاته کړه، چې په ۱۳۹۹یم کال کې ددې پروژې پراختیایي بودیجه ۷۱۰ میلیونه افغانۍ وه، چې له دې ډلې تر دې دمه ۹۲ سلنه یې لګول شوی دی.
د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه، چې د اسیایي پراختیایي بانک «ADB» له خوا تمویلیږي، په روان مالي کال کې ۱۸۰ ممیزخونې، د کچالو ۳۸۸ زېرمتونونه او د پیازو ۳۳۵ زېرمتونونه یې جوړې کړي دي او ترڅنګ یې ترچتر لاندي په ولایتونو کې د مېوو اوسبو ۱۸۸ لمریز وچوونکي دستګاوې هم پر بزګرانو وېشلي دي.
احمدفرید راید وایي، چې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه په ۱۴۰۰ام لمریز کال کې، د خرماوو او سټروسو د متراکمو بڼونو پرجوړولو، دغه راز د چیلې د توکو چمتولو او تدارک، د نیالګیو چمتوکول، او ترڅنګ یې د اوبو زېرمتونونه جوړول او د څاڅکي اوبوخور سیسټمونه جوړولو، د شنوخونو جوړولو او دکرنې په برخه کې د خصوصي سکټور د ملاتړ برخې ته ډېره پاملرنه کوي. هغه وویل، چې په ۱۴۰۰ام لمریز کال کې یاده پروژه ۷۶۴ میلیونه افغانۍ پراختیایي بودیجه لري.
په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، په دې غونډه کې وویل، چې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه دې باید تر ډېره د اقتصادي اغېزمنتوب پر اساس عمل وکړي او باید خپل تمرکز پر بڼوالۍ لاډېر کړي. ښاغلی احدي دغه راز ټینګار وکړ چې،«HVCDSP» دې له ډونر سه په همغږي، خپل فعالیتونه ټولو ولایتونو ته وغځوي.
د کرنې وزیر په دې غونډه کې زیاته کړه، چې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه د بڼوالۍ په برخه کې د خپلو فعالیتونو په پلي کولو کې باید اقلمي شرایطو او د مارکېټ غوښتنې ته په کتو له غوره کیفیت لرونکو نیالګیو کار واخلي. هغه دغه راز د پروژو په پلي کولو کې د بودیجې پر صرفه جویي او اغېزمنتوب هم ټینګار وکړ.