په افغانستان کې د کبانو روزنه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۸ - ۱۳:۵۷

د بزګر اوونیزه / خلیل الله فروغ د کبانو روزنې آمر
سریزه ( مقدمه)
زموږ په هېواد کې د کبانو روزنې اهمیت، پرته له دې چې زموږ د هېواد لپاره د اړینو پروټین لرونکو خوړو یوه برخه چمتو کوي. دا د هېواد په کلیوالي سیمو کې د بې کارو خلکو لپاره د کارموندنې مهمه سرچینه هم ده. بلخوا، زموږ هېواد د بېلابېلو اقلیمي شرایطو او پراخو طبیعي امکاناتو سره، د یخو او ګرمو اوبو د کب روزنې فعالیتونو لپاره ډېره ښه زمینه لري. کوم چې په مختلفو ولایتونو کې له برکته ډکو سیندونو په درلودلو سره زرګونو ژوندیو موجوداتو ته د ژوند کولو زمینه برابره شوې ده، چې په راتلونکي کې د دې صنعت په پرمختګ سره کولای شي د هېواد په پرمختګ، اقتصادي او ټولنیزو برنامو کې ښه ځای ولري.
نو په همدې موخه د کرنې وزارت دنده ده، چې د کب روزنې صنعت د ترویج او پراختیا لپاره مالداران د کب روزنې له عصري تکنالوژۍ، د دولت، همکارو موسسو او شریکو بنسټونو له لوري د تکثیري او تولیدي مرکزونو جوړولو په پار اوچت ګامونه واخلي تر څو هغه خواړه وخورو چې زموږ د خپلو کروندګرو په لاسه تولید شوي وي.
تر دې دمه په هېواد کې د کبانو روزنې د ډېرښت او پراختیا لپاره اغېزمن ګامونه اخېستل شوي دي تر څو وتوانېږو په هېواد کې د کبانو د غوښې د تولید کچه لوړه او د هېواد اړتیاوې له دې لارې پوره کړو.
چې له نېکه مرغه، پدې وروستیو کلونو کې، دې برخې ته د ځانګړي پاملرنې له امله، د کب روزنې صنعت ښه وده کړې، چې خلک ځانګړي علاقه په دې سکتور کې لري او غواړي، چې د کبانو روزنې فارمونه لا زیات کړي چې ورسره یاده برخه نږدې په ښه حالت کې ده.
په افغانستان کې د کبانو تولید:
په افغانستان کې د اقتصادي پانګوونې په توګه د کبانو تولید د فعالیت یوه نوې برخه ده، چې په حقیقت کې دا سکتور تر یوه حده د دولت او نورو پانګوالو د پانګوونې او تمویل سره پرمختګ کړی، چې د پراختیا په پار کوپراتیفونه او د کب روزنې شرکتونه په بېلابېلو ولایتونو لکه کندهار، هلمند، بلخ او کندز کې جوړ شوي دي.
د اټکل له مخې په هېواد کې تر دا مهاله دوه زره ۳۵۰ د ګرمو او سړو اوبو فارمونه جوړ شوي، چې تر ټولو ډېری یې په کندهار او کم یې په بامیانو کې جوړ او په فعالیت پیل کړي دي.
د یادو فارمونو او د ازادو سرچینو لکه بندونه اوسیندونو د کبانو د تولید کلنۍ وړتیا شاوخوا ۱۱زره او ۵۰۰ ټنه ده، چې د تېر کال په پرتله یو زرو ۵۰۰ ټنه زیاتوالی ښیي. کوم چې د حاصل وروسته به بازار ته وړاندې کیږي.
د دغو فارمونو د تولید کچه د هېواد اړتیاوې نه پوره کوي نو لازمه ده، چې لوی او زیاد تکثیري او تولیدي فارمونو باید جوړ شي.
پدې موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د مالدارۍ د خدمتونو ریاست او د کبانو روزنې امریت د هڅو له امله په افغانستان کې د کب روزنې پراختیا پلان د جمهوري ریاست د اقتصاد عالي شورا له خوا منظور شوی، چې د پلان له مخې به په راتلونکو پنځو کلونو کې په هېواد کې د ماهیانو روزنې ۳۵ زره، ۲۰ د روزنې تکثري فارمونه او د افغانستان په کچه درې د کبانو د خوراکي توکو فابریکې جوړې شي، چې د کبانو روزنې یادفارمونه به ۳۶۰ زره ټنه د کبانو غوښه تولیدوي، چې د هېواد اړتیاوې به پوره کړي.
په افغانستان کې د کب روزنې اړتیاوې:
د نفوس په زیاتوالي سره د اوبلنو محصولاتو په ځانګړي توګه د کبانو غوښو ته د خلکو اړتیا ډېریږي، چې اوس مهال د هېواد په ډېرو هوټلونو کې د کبانو له غوښې څخه ګټه اخېستل کیږي چې په هېواد کې یې ښه بازار هم خپل کړئ دی.
پدې توګه ویلی شو چې هره ورځ په لسګونه ټنه اومه کبان له پاکستان څخه په ټیټ کیفیت هېواد ته واردیږي او دا ثابته وي، چې په هېواد کې د کبانو د غوښې لپاره ښه کورنۍ بازار شتون لري، دغه زار د کبانو د غوښې د زیاتې تقضا په پار په نا قانونه او بې رحمانه توګه ښکار کول په ټول هېواد کې دوام لري، کوم چې د بومي( تاریخي) او محلي نسل د کبانو د له منځه وړلو لپاره لوی ګواښ دی.
همدارنګه ، د زړه ناروغۍ زیاتوالي او د ماشومانو او امیدوارو میندو د هاضمي پروټینونو د اړتیا له امله عام خلک د وارد شویو کبانو غوښې توان نه لري نو د خپلې اړتیا د پورکېدو په موخه له یوې جدې ستونزې په پار د سپینې غوښې سره مخ دي.
د دندې موندلو او د کب روزنې صنعت ته د ودې ورکوو په پار د هېواد لهسرشارو اوبو څخه ګټه اخیستل یو ښه فرصت دی، چې په دې سره کولی شو ډېرو بې کارو هېواد والو ته د کار زمینه برابره کړو.
که چېرې د ګرمو او یخو اوبو د کبانو څانګې فعاله شي، نو د کبانو د غوښې او کبانو بچیو د تولید کچه به لوړه شي او د کبانو روزنکو او کورنیو اقتصاد به ورسره لوړ شي، چې د ځایي خلکو لپاره خوندي او با کفیته خواړه چمتو کیږي. په ورته وخت کې د ځایی خلکو لپاره خوندي او باکیفیته خواړه، او د کب روزنکو د هغوی کورنیو او ځایی خلکو لپاره دندې او قانوني کاربرابریږي، چې د ګرځنده کارمندانو په ګډون پخوا د کوکنارو په ځمکو، جلابان، ځایی هټیوال او سوداګرۍ بوخت وو نو له همدې امله پورته ذکر شوي شریکان په داوطلبانه ډول به د کوکنارو کښت پریږدي او قانوني مسلک ته مخه کوي.
د ۱۳۹۹ یم کال په لړ کې ترسره شوي فعالیتونه
۱ـ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او خصوصي سکتور له لارې په هېواد کې د کب روزنې ۳۶۰ نوي تولیدي او تکثیري فارمونه جوړول.
۲ـ په اتو ولایتونو کې د کبانو د فارمونو جوړولو لپاره د هېواد د اوبو سرچینو لومړنۍ سروې.
۳ـ د قرغې د کبانو روزنې په فارم کې د هېواد د تحصیلي بنسټونو زده کونکو ته د کبانو مسلکي او عملي زده کړې ورکول.
۴ـ د کبانو روزنې لپاره لارښود چمتو کول او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له منظورۍ څخه ورسته ۳۴ ولایتونو ته لېږل.
۵ـ د کبانو روزنې لپاره د پالیسۍ تنظیم او چمتو کول د نورو پړاونو لپاره د ( تقنین) قانون ریاست ته لېږل.
۶ـ د کبانو روزنې طرزالعمل ترتیب اوچمتو کول او د قانون ریاست ته لېږل.
۷ـ په افغانستان کې د کبانو روزنې د پراختیا طرحې منظوري به په راتلونکي کلونو کې د هېواد په کچه پلي شي.

Documents

ماهی‌پروری در افغانستان.pdf