بادغیس کې د پستې د پروسس لومړنی فابریکه پرانیستل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
بادغیس کې د پستې د پروسس لومړنی فابریکه پرانیستل شوه


۲۳ تله ۱۳۹۹
د بادغیس په ولایت کې د پستې د پروسس لومړنی فابریکه ددې ولایت د سیمه ییزو چارواکو، سوداګرو او پانګوالو په شتون کې په کار پیل وکړ.
دغه فابریکه د پروسس یوه کرښه او د پستې پنځه ماتوونکې دستګاوې لري. ددې کرښې د ماتولو او پروسس وړتیا، په یوه ساعت کې له ۳۰۰تر ۵۰۰ کیلو پسته او په یوه شپه او ورځ کې اووه زره او ۲۰۰ تر ۱۲ زره کیلو پسته ده.
دغه راز د پروسس دغه کرښه د پستې د پنځو نورو ماتوونکو دستګاوو د نښلولو وړتیا هم لري، چې د اړتیا په وخت کولای شي، چې خپل د پروسس وړتیا دوه چنده زیات کړي.
دغه فابریکه په ټولیزه توګه د ۱۵۷ زره او ۵۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت د کرنې وزارت په مرسته خصوصي سکټور لپاره جوړه شوې ده. ددې لګښت له ډلې د پروسس کرښه او توکي، د ۷۱ زره ډالرو په ارزښت د دولت له خوا د کرنې وزارت د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت سکټوري پراختیا پروژې په مرسته چمتو او پېرل شوي دي.
پاتې ددې فابریکې د جوړولو عملیاتي چارې، چې په کې د هنګر جوړول او نور د اړتیا وړ تاسیساتو جوړول شامل دي، د ۸۶زره او ۵۰۰امریکایي ډالرو په ارزښت د پانګه اچوونکي شرکت «عل ارزش زمین» له خوا ورکړل شوې ده.
په هغه غونډه کې، چې ددې فابریکې د پرانیستې په موخه جوړه شوې وه، د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالتواب تایب وویل: «په دې فابریکه کې د پستې ماتول او د پروسس چارې، معیاري او ماشیني دي، چې د بازار په معیارونو برابر تر سره کیږي. د پستې د ماتولو ترڅنګ، د پستې محصول په معیاري ډول صورت، درجه بندي، پاک کاري او د پراختیا په صورت کې بسته بندي او زېرمه کیږي. د افلاتوکسین سلنه یې کمیږي او د بادغیس پسته به د نړیوال بازار باور تر لاسه کړي.»
د ښاغلي تایب په خبره د بادغیس د پستې اوسني او دودیز ماتول ۱۰ سلنه ضایعات لري، خو له دې فابریکې څخه په ګټې اخیستنې سره د ضایعاتو کچه یوې سلنې ته ټیټیږي.
د بادغیس د کرنې رییس وایي، چې د ارزونې او محاسبو له مخې که چېرې د بادغیس ولایت د ۱۳۹۹یم کال د پستې ټول حاصلات ددې فابریکې له لاې پروسس شي، د ۳۶۴ مټریک ټنه پستې د ضایع کېدو مخه نیول کیږي، چې د قلعه نو په سیمه ییز بازار کې اوسني بیې ته په کتو ۳۶۴ میلیونه افغانۍ، چې څلور میلیونه او ۶۶۶ زره امریکایي ډالر کیږي د ضایعاتو د مخنیوي په خاطر ډېره ګټه لاسته راځي.
د بادغیس د کرنې رییس دغه راز وویل، چې د لوېدیځې حوزې د سوداګرو د معلوماتو پر بنسټ که چېرې د بادغیس پسته په ماشین کې مات او پروسس شي، د پستې د مغز د هرې کیلو بیه کې ۱۵۰ افغانۍ زیاتیږي. په دې سره او د بادغیس د ۱۳۹۹یم کال د پستې تولیداتو ته په کتو د اټکل له مخې څه باندې ۶۰۰ میلیونه افغانۍ، چې څه باندې اووه میلیونه ډالر کیږي ددې ولایت د پستې د حاصلاتو په ارزښت کې زیاتیږي.
پسته د هېواد یو صادراتي مېوه ده، چې تر ډېره د بېلابېلو ولایتونو او تر ټولو زیایت د بادغیس ولایت په طبیعي ځنګلونو کې تولیدیږي. تر دې وړاندې د پستې د پروسس د معیاري فابریکې د نشتون له وجې د بادغیس پسته نړیوالو بازارنو ته لار نه وه پیداکړئ.
په بادغیس کې سږکال نږدې ۳۶ زره او ۴۵۸ مټریک ټنه تازه پسته تولید شوې، چې له دې شمېر څخه ۱۸ زره او ۲۹۹ مټریک ټنه وچ پسته په لاس راځي. د بادغیس ولایت د کرنې ریاست د شمېرو له مخې سږکال د بادغیس د پستې له کروندو څخه څه باندې دوه زره او ۵۱ مټریک ټنه خندان پسته او نږدې درې زره او ۶۴۰ مټریک ټنه د پستې خالص مغز  بازار ته وړاندې شوي دي.
د بادغیس پسته په کورنیو بازارونو کې ښه نوم لري. سږکال یو کیلو خندان پسته له ۸۰۰ تر زرو افغانیو پلور او پېرل کیږي. دغه راز د پستې یوه کیلو مغز چې تر ډېر په کور دننه نه مصرفیږي او صادریږي یو زر او ۲۰۰ افغانۍ ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت