د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا د یو زر او ۲۲۹ پروژو تړونونه لاسلیک شول

content_admin
د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا  د یو زر او ۲۲۹ پروژو تړونونه لاسلیک شول

۲۲ غبرګولی ۱۳۹۹
د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا  د یو زر او ۲۲۹ پروژو تړونونه نن، د کرنې وزارت او د هېواد د ۱۱ ولایتونو د بزګرانو ترمنځ لاسلیک شول.
دغه تړونونه چې په کې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د پیازو د۳۴۳ زېرمتونونو، ۱۹۲ ممیزخونې، د کچالو لپاره ۳۹۴ صفر انرژۍ زېرمتونونه جوړول او ۳۰۰ لمریز وچوونکې الې  وېش شامل و نن، د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري له خوا د برخمن شویو بزګرانو او بڼوالو سره د ۳۳۷.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت لاسلیک شول.
ښاغلی غفوري د یادو هوکړه لیکونو لاسلیک غوندې ته په وینا کې وویل: «د ننني هوکړې پر بنسټ، د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت دودې او د بزګرانو د اقتصادي ودې په پار، د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې، چې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پروژې تر چتر لاندې دي د پیازو۳۴۳ صفر انرژۍ زېرمتونونه جوړیږي.» حشمت الله غفوري زیاته کړه، «دغه راز نن د ۱۹۲ ممیزخونو او د کچالو لپاره ۳۹۴ صفر انرژۍ زېرمتونونه  د جوړلو او ۳۰۰ لمریز وچوونکې آلې د وېش  هوکړه لیکونه هم په کابل کې لاسلیک شول. دغه ممیزخونې او د کچالو لپاره صفر انرژۍ سړې خونې په ۱۱ ولایتونو کې جوړیږي.» د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال وویل، چې د پیازو ۳۹۳ زېرمتونونه د ۱۳۵ میلیونه او ۹۰۰ زره او ۷۵۰ افغانیو په لګښت جوړیږي. هغه زیاته کړه، چې د دغو زېرمتونونو د هر یوه لګښت ۳۹۳ زره او ۸۷۱ افغانۍ ده.
حشمت الله غفوري دغه راز د ۱۹۲ ممیزخونو د جوړولو لګښت چې په ننني قرارداد کې شامل و ۱۳۱ میلیونه او ۷۳۴ زره او ۴۶۴ افغانۍ اعلان کړ او یادونه یې وکړه، چې د یادو ممیزخونو د هر یوه لګښت ۶۸۶ زره او ۱۱۷ افغانۍ ده.
ددې هوکړې پر اساس، د کابل، غزني، لوګر او پکتیا په ولایتونو کې ۱۹۲ ممیزخونې، د کابل، بامیان، وردګ، غزني، پکتیکا، پکتیکا او لوګر په ولایتونو کې د کچالو ۳۹۴ زېرمتونونه او د کابل، غزني، لوګر، پکتیکا، پکتیا، وردګ، بامیان په ولایتونو کې د پیازو ۳۴۳ زېرمتونونه جوړیږي او دغه راز د کابل، بامیان، ننګرهار، لغمان، کونړ، پکتیا، لوګر، پکتیکا، غزني، وردګ او خوست په ولایتونو کې پر بڼوالو ۳۰۰ وچوونکي الې هم وېشل کیږي.» د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا د سکټوري پروژې مشر احمدفرید راید وایي، کومې پروژې چې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت تر چتر لاندې په لاره اچول کيږي په دقیق او جدي توګه یې څارنه کیږي. ښاغلی راید وویل، چې د څارنې او ارزونې ټیمونه په اوونۍ کې دوه ځلې د نویو پروژو څارنه او ارزونه کوي.
د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا د سکټوري پروژې مشر دغه راز وویل، کوم بڼوال او بزګران چې له نویو پروژو څخه برخمن کیږي، د خپلو محصولاتو د پلور په پار له سوداګرو سره به هم ونښلول شي. احمد فرید راید دغه راز له پروژو څخه پر مناسب او ښې ګټنې هم ټینګار وکړ او له برخمنو کسانو وغوښت چې له نویو پروژو څخه په کومه موخه چې پلي کیږي ګټه پورته کړي.
په همدې حال کې د کابل ولایت یوتن بزګر سیدشاه‌خان، د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د نویو پروژو له پلي کېدو خوښي څرګنده کړه او وویل، چې دغه پروژې د بزګرانو او هېواد د اقتصادي شرایطو د ښه کولو په پار حیاتي پروژې دي. هغه وویل: «زه د بزګرانو په استازي توب ډېره مننه کوم او ددغو پروژو پلي کېدل موږ لپاره ډېر زیات حیاتي رول لري، خو بسنه نه کوي.» د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د برنامې طرحه چمتو، د عالي اقتصادي شورا له خوا تایید او د هېواد ولسمشر محمداشرف غني له خو منظور شوې وه.
دمګړۍ د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د برنامې پروژې، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د پلي کېدو په حال کې دي.
ددې برنامې په اډانه کې د کرنې وزارت په ۹۰ سلنه ونډې سره بزګرانو ته زرګونه ممیزخونې، د پیازو زرګونه زېرمتونونه، د کچالو زرګونه زېرمتونونه او دسارک سلګونه سړې خونې جوړیږي. دغه راز پر زرو بڼوالو د مېوو وچوونکې ماشینونه هم وېشل کیږي.
د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د برنامې د پروژو په پلي کولو سره لسګونه زره کسانوته لنډ مهالې دندې او په زرهاوو کسانو ته د تلپاتې دندې زمینه برابریږي.
د کرنې وزارت دغه پروژې په داسې حال کې پلی کیږي، چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د کاروبار کچه ټېټه شوې ده، خو د کرنې وزارت د یادو پروژ پلي کېدو سره، چې بڼوالو او بزګرانو ته په کې بنسټیز زېربناوې جوړیږي، په کلیو او بانډو کې تر یوه کچه د اوزګارتیا ستونزه هواره کړې ده.