د کرونا په پېر کې د صادراتي کرنیزو تولیداتو د مدیریت د طرحې پلي کېدل پیل شو

mail-admin
تطبیق طرح «مدیریت تولیدات صادراتی زراعتی در دوره‌ی کرونا» آغاز شد

۱۴ غویی ۱۳۹۹

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرونا ویروس د خپرېدو په خاطر د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د ممنوعیت ستونزې ته د ځواب ورکولو په موخه او د هېواد د ولسمشر محمد اشرف غني د پاملرنې او منظوری پر اساس د یوې طرحې تطبیق پیل کړ، چې پر بنسټ یې د کرنیزو توکو د یوې برخې او په ځانګړې توګه هغه محصولات، چې په تېرو کلونو کې صادرېدل د خوسا کېدو مخه نیول کیږي.

د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري د حکومت د رسنیو په مرکز کې په یوه خبرې کنفرانس کې ددې طرحې د تطبیق پیلېدل اعلان کړ او وویل: «په دې طرحه کې د بېړنیو ممیزخونو جوړول، د کرنیزو محصولاتو د زېرمه کولو په پار په بېړني ډول د سړوخونو یا زېرمتونونو جوړول، بڼوالو او بزګرانو ته د مېوو او سبو وچوونکي ماشینونه چمتو کول او د بنسټونو له خوا بزګرانو ته د کرنیزو محصولاتو د پېر قراردادونه وړاندې کول شامل دي.»

د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال وویل، چې ددې طرحې پلي کېدل یو بېړنۍ کار دی او له څلور تر شپږو میاشتو پورې پلي کيږي.

د حشمت الله غفوري په خبره،  ددې طرحې د پلي کېدو  ټولیزه بودیجه  چې د کرنیزو محصولاتو یوه برخه تر پوښښ لاندې راولي ۱۳.۷ میلیارډه افغانۍ ده، چې اته میلیارډه یې د کرنې وزارت په واک کې ورکړل شوې ده.

د ښاغلي غفوري په خبره ددې برنامې په اډانه کې د کرنې وزارت د ۶۰۰ پلان شوي ممیزخونو د جوړولو ترڅنګ چې په نورمال ډول یې په خپل پلان کې لري او د جوړولو چارې یې روانې دي، څلور زره او ۳۳۲ نوي ممیزخونې چې هر یو یې ۱۶ ټنه وړتیا لري هم جوړیږي.

ښاغلي غفوري وویل، چې په دې طرحه کې شاملې ممیزخونې، په منځنۍ کچه په څلورو میاشتو کې جوړیږي.

د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال وویل، چې ددې طرحې په اډانه کې څوارلس زره او ۶۳۳ صفر انرژۍ سړې خونې یا د پیازو او کچالو زېرمتونونه، چې د ۵ تر ۱۰ ټنه  د کرنیزو توکو د ساتنې وړتیا ولري، جوړیږي.

د ښاغلي غفوري په خبره ددې طرحې د پلي کېدو په اډانه کې ۸۸۴ صفر انرژۍ سړې خونې (سارک) چې هر یو یې د ۲۵ ټنه کرنیزو توکو وړتیا لري جوړیږي. په دغو سړوخونو کې به انار، انګور او مڼې وستال شي.

د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال وویل، چې په ټولیزه توګه ددې طرحې په تطبیق کې ۶۰ زره او ۳۰۹ کسانو ته تلپاتې دندې او د پروژو په پلي کولو کې ۱۹۱ زره او ۶۷۰ کسانو ته لنډ مهالې دندې برابریږي. هغه وویل، چې پر بزګرانو او بڼوالو د مېوو او سبو وچوونکي دستګاوې وېشل ددې طرحې بلې برخې دي.

د کرنې وزارت په اعلان سره دغه راز ددې طرحې په اډانه کې د کرنیزو محصولاتو له خوساکېدو څخه د مخنیوي په پار یوشمېر کورني کمپنۍ هم د کرنیزو حصولاتو د پروسس په برخه کې کار کوي.

په ممیزخونو کې انګور په ممیزو بدلیږي او وچوونکي ماشینونه په دې برنامه کې شاملې مېوې او سابه وچوي. دغه راز کورنیو کمپنیو ته پنځه میلیونه ډالره پور ورکول کيږي او کورني کمپنۍ کورني اضافي محصولات (رومي بانجان، مڼه، انګور او نار) پروسسوي تر څو د مصرف عمر یې اوږد شي.

په کومو سړوخونو/زېرمتونونو کې چې ټاکل شوې ددې طرحې پر اساس جوړ شي، په ټولیزه توګه به ۱۳۰ زره او ۵۱۰ ټنه مېوې او سابه (مڼه، انار، انګور، پیاز او کچالو) وستال شي ترڅو خوسا نه شي. دغه پروژې  د پراختیایي شوراګانو په همکارۍ او د بزګرانو په لس سلنې ونډې سره پلي کیږي.