لوګر کې د اوبولګولو د یوې شبکې چارې بشپړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۲ - ۱۳:۳۵
لوګر کې د اوبولګولو د یوې شبکې چارې بشپړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۲ مرغومي ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت د لوګر ولایت د پادخواب مزار په کلي کې ددې وزارت د خلکو په ګډون د کرنې او مالدارۍ برنامې په اډانه کې د اوبولګولو د یوې شبکې د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د لوګر د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د رغول شوي شبکې ټولیز اوږدوالی ۶.۵ کیلو مترو ته رسیږي او ددې شبکې له لارې ۳۷۰ هکټاره ځمکه خړوبیږي او همدارنګه له دې شبکې څخه زرګونه کسان په نېغه او نانېغه ډول ګټه پورته کوي.

د اوبولګولو دغه شبکه په پاخه او اساسي ډول رغول شوي دي، چې د اوبو د تنظیم او وېش په برخه کې د یادو سیمو د بزګرانو ستونزې په اساسي توګه حل کړي دي.

ددې شبکې رغول ددې ترڅنګ، چې د اوبو د ضایعاتو مخه نیسي د شبکې تر پوښښ لاندې ځمکو د حاصلاتو د ډېر والي لامل هم کیږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۴
Background image

د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۰
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د شفتالو ملي کلکسیون لابراټواري ازموینې پیل شوې


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم د مسلکي مسؤلینو له لوري د شفتالو د ملي کلکسیون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

سږ کال ننګرهار کې د شفتالو حاصلات څه باندې ۱۱۰زره ټنه اټکل شوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې سږ کال به د دې ولایت د شفتالو حاصلات له ۱۱ زره متریک ټنو څخه. . .

بازگشت