د اوږې له دغو گټو ځان خبر کړئ!

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۹/۳۰ - ۱۵:۲۸

اوږه د زرگونو کلونو راهیسې د گټورو او روغتیایي ځانګړتیاوو درلودو له اړخه هم خواړه او هم درمل گڼل کېدله، خو اوسنیو طبي څېړنو روغتیا ته د اوږې گټورتوب نور هم په ډاگه کړی دی.
د اوږې ډېرې روغتیایي گټې په هغو سلفر لرونکو مرکباتو کې نغښتي، چې د اوږې د غوڅولو او یا کوبلو وروسته یې په ترکیب کې زیاتیږي. د اوږې له خوړولو وروسته دغه مکربات بدن ته ننوزي او په ټول بدن باندې درمانونکی اغېزکوي.
اوږه د بدن معافیتي سیستم غښتلی کوي او د مکروبي ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت لوړوي.
د یوې طبي څېړنې موندنې ښیي چې د اوږې خوړل په ریزش باندې د اخته کېدو چانس راکموي او همداشان ددغې ناروغۍ موده لنډوي.
د علمي څېړنو د موندنو، له مخې د اوږې خوړل د وینې فشار راکموي او په قلبي او د رگونو په ناروغۍ باندې د اخته کېدو د خطر او همداشان د مغزي او قلبي سکتو مخنیوی کوي.
یوې بلې څېړنې ثابته کړې، چې په ورځ کې د اوږې د ٦٠٠ نه تر ١٥٠٠ ملي گرامه پوډر یا د اوږې د څلور پلتو خوړل د اتینولول (د وینې د فشار د کمولو درمل) په اندازه د وینې د فشار د کمولو لپاره گټور دي.
اوږه او اجزاوې یې د وینې غوړ راکموي او پدې توگه د زړه او د رگونو ناروغیو باندې د اخته کېدو مخنیوی کوي.
د څو علمي څېړنو موندنې ښیي، چې د اوږې خوړل په وینه کې د بدو کولسټرولو او ترایگلایسراید د کمولو لامل کیږي او پدې ډول زړه او رگونه سلامت ساتي.
سربېره پر دې اوږه کې انتي اکسیدانتونه شته چې په الزایمر او عقلي زوال باندې د اخته کېدو مخنیوی کوي.
یوې نوې څیړنې ښودلي چې په اوږه کې موجود انتياکسیدانتونه د بدن د ساتنې میکانیزم غښتلي کوي، په ځانگړې توگه د مغزو انساج قوي کوي او د هغې د له منځه تللو او ورستېدلو مخنیوی کوي، چې له کبله یې په الزایمر او د عقل په زوال باندې د اخته کېدو امکان ټيټیږي.
په چین کې یوې بلې څېړنې موندلي چې په اوږه کې شتهانتي اکسیدانتونه د سرطان ناروغۍ باندې د اخته کېدو مخنیوی کوي او حتی هغوی چې سگرټ څکوي په سرطان ناروغۍ باندې یې تر یوه حده د اخته کېدو مخنیوی هم کوي.
په لرغوني وختونو کې اوږه هغو ورزشکارانو ته د قوت ورکونکې مادې په توگه ورکول کېدله چې په لرغوني یونان کې به یې په ورزشي سیالیو کې ونډه اخیستله.
اوس څېړنو ثابته کړې، چې د شپږو اونیو لپاره د اوږې د غوړیو خوړل د قلبي ناروغانو نبض او د زړه حرکت تر ١٢سلنې راکموي او د هغوی د بدن فزیکي فعالیت ښه کوي.
د یوې بلې څیړنې موندنو ښودلې چې د بدني تمرین او ورزش نه زیږنده سټریا کیدای شي د اوږې په خوړلو سره راکمه کړای شي.
د اوږې خوړل په بدن کې د زهر لرونکو فلزاتو د اثر د دفع کولو لامل کیږي. د یوې څیړنې موندنو ښودلې چې د اوږې خوړل کېدای شي په وینه کې د سرب اندازه تر ١٩ سلنې پورې راټیټه کړي.
ګڼو نورو څیړنو ښودلې چې اوږه په ځانگړې توگه په ښځو کې د هډوکو د ورستیدو مخه نیسي. اوږه او پیاز همداشان د مفصلونو د پړسوب په درملنه کې گټور دي.
له ټولو نه مهه دا چې اوږه د خوړو ذایقه او خوند ښه کوي او خوړو ته ښه طعم او بوی ورکوي.
خو ددې ټولو گټو ترڅنگ باید د اوږې یو شمیر ستونزې هم په پام کې ونیسو؛ د اوږې خوړل د خولې د بوي لامل کیږي، په ځینو هېوادونو کې اوږه د زیتون د غوړیو او مالگې سره مخلوط کوي، چې د سخت بوي مخه یې ونیول شي.
همداشان ځینې کسان له اوږې سره حساسیت لري. له دې سربېره هغوی، چې د وینې تویدنې په مشکل اخته دي او یا د وینې د رقیق کېدو درمل خوري باید د اوږې په خوړولو کې احتیاط وکړي، ځکه کیدای شي چې د اوږې زیات مصرف د خونریزۍ د زیاتوالي لامل شي.