لوګر کې پر ۲۵۰ بېوزله کورنیو د هګیو چرګانو د وېش لړۍ بشپړ شو

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۳۰ - ۱۴:۳۵
 لوګر کې پر ۲۵۰ بېوزله کورنیو د هګیو چرګانو د وېش لړۍ بشپړ شو

۳۰ تله ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت؛ د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» له خوا د بېوزله کورنیو د ملاتړ په لړ کې داځل د لوګر ولایت مرکز پل علم او ددې ولایت په برکي برک او محمدآغې ولسوالیو کې ۲۵۰ بېوزله کورنیو لپاره د هګیو چرګانو ۱۰۰ قطعه یې فارمونه جوړ شول. د لوګر د کرنې ریاست په خبره ددې ترڅنګ دیاد ولایت ۵۰ نورو کورنیو ته د غوښینو چرګانو روزنې ۵۰۰ قطعه یي نیمه سوداګریز فارمونه هم جوړ شوي دي.
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې پر دغو ۲۵۰بېوزله کورنیو ۲۵ زره قطعې د هګیوچرګان، د چرګانو خوراکي توکي، واکسینونه، درمل او نور اړین توکي وېشل شوي دي. د دوی په خبره، د لوګر په مرکز پل علم او ددې ولایت په برکي برک او محمدآغې ولسوالیو کې د۲۵۰ بېوزله کورنیو هرې کورنۍ ته ۱۰۰ د هګیو چرګان، د چرګانو ۶۰۰ کیلو ګرامه خوراکي توکي، چرګانو لپاره د خوراکي توکو لوښې، د چرګانو درې ځلې واکسین او اړین در ملو ترڅنګ د چرګانو د ساتنې او پالنې په پارد روزونکو له خوا لازمې روزنې هم ورکړل شوي دي.
ددې ترڅنګ ۵۰ نورو کورنیو لپاره د چرګانو د روزنې دنیمه سوداګریز ۵۰۰ قطعه یي فارمونو د جوړولو ترڅنګ د چرګانو یو زر او ۶۰۰ کیلوګرامه خوراکي توکي، ۱۲ دانې ګاډر اوتختې، چرګانو لپاره د خوراکي توکو لوښې، د چرګانو درې ځلې واکسین او لازم درمل ورکړل شوي دي.
ددې پروژې له پلي کولو څخه موخه په لوګر ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پراختیا ورکول، په کور دننه مېرمنو ته د کار زمینه برابرول، د کورنیو د خوړو خوندیتوب او له دې لارې د بېوزله کورنیو اقتصادي پیاوړ تیا ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۲
Background image

د استملاک قانون د مسودې د جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه 

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې د استملاک قانون د مسودې د جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه. 
په دغه غونډه کې، چې د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د ارزونې، استملاک او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ترکیې د خیریه مؤسسې له مشرتابه پلاوي سره وکتل

۱۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، نن د خپل کارپه دفتر کې د ترکیې د خیریه مؤسسې له رییس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۲۳
Background image

د کرنې وزارت او د هالند کمېټې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د هالند کمېټې ترمنځ «په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د پایدارو معیشتونو ښه‌والی او د. . .

بازگشت