لوګر کې د څه باندې ۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو د اتو پروژو چارې رواني دي

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۰ - ۱۵:۴۲
لوګر کې د څه باندې ۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو د اتو پروژو چارې رواني دي

۱۰ تله ۱۳۹۸
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې روان کال په دې ولایت کې د اوبولګولو د اتو پورژو د جوړولو چارې روانې دي، چې د درې هغو د جوړولو چارې د بشپړېدو په درشل کې دي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د لوګر د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د دغو جوړېدونکو پروژو ټولیز اوږدوالی ۲۶ کیلو متره ده، چې په رغولو سره به یې یو زر او ۸۰۰ جریبه ځمکه خړوبه او دوه زره کورنۍ به ورڅخه هر اړخیزه ګټه پورته کړي.
دغه شبکې، چې په ټولیزه توګه
۲۶کیلو متره اوږدوالی لري په پاخه او اساسي ډول رغول کیږي، چې د اوبو د تنظیم او وېش په برخه کې د یادو سیمو د بزګرانو ستونزې په اساسي توګه هواروي.
د دغو شبکو د رغولو ټولیز لګښت
۷۰میلیونه او ۲۲۰ زره او ۴۳۲ افغانۍ ده، چې د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې له خوا تمویلیږي. ددغو اتو پروژو له ډلې شپږ یې د کرنې وزارت په کرونده کې د اوبو د تنظیم پروژې او دوه نور یې ددې وزارت د خلکو په کډون دکرنې او مالدارۍ برنامې له خوا پلي کيږي.
د دغو شبکو رغول ددې ترڅنګ، چې د اوبو د ضایعاتو مخه نیسي د شبکو تر پوښښ لاندې ځمکو د حاصلاتو د ډېر والي لامل هم کیږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۱
Background image

د زیتونو د تولید د پراختیا هڅې؛ ننګرهار کې د زیتونو بڼونه د پام وړ ودې ته رسېدلي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې د زیتونو بڼونو د جوړولو او د زیتونو د تولید د پراختیا لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړې دي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۴
Background image

د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

بازگشت