بادغیس کې د هندواڼو او خټکیو حاصلات ۹۸ سلنه زیاته شوې

د بادغیس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي ددې ولایت د هندواڼو او خټکیو سږنۍ حاصلات د تېرو لسو کلونو په پرتله بې مخینه بولي او وایي، چې پراخ ورښتونه او د طبیعي افتونو نشتون ددې لامل شوي، چې د هندواڼو او خټکیو حاصلات دوه برابره شي.
د بادغیس ولایت د کرنې ریاست چارسمبال عبدالحلیم ساجد هندواڼه او خټکي د بادغیس ناب للمي محصولات بولي او وایي: «روان کال د ټولو للمي ځمکو حاصلات د قناعت وړ دي، له ۲۸ زره او ۵۰۰ هکټاره پالیزونو څخه ۵۴۱ زره مټریک ټنه هنډواڼې او خټکي په لاس راغلي، چې د تېر کال په پرتله نږدې ۹۸ سلنه زیاتوالی ښیي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال (۱۳۹۷) د وچکالیو له امله د بادغیس ولایت د للمي کابو ټول محصولات له منځه تللي و او له ۳۲ زره هکټاره پالیزونو څخه ۱۱ زره او ۴۸ مټریک ټنه خټکي او هنډواڼې تولید شوي وو. تېرکال ددې ولایت کرنیز محصولات ډېر زیات ځپل شوې وو او ددې ولایت بزګران د خپلو حاصلاتو د کمښت له کبله اندېښمن و.
په روان کال کې د خټکیو او هنډواڼو د حاصلاتو په دوه چنده کېدو سره ددې ولایت بزګران هم د خپلو کروندو له حاصلاتو خوښ دي او د خپلو محصولاتو د ساتلو او خوندي کولو په پار د سړو خونو د جوړولو په برخه کې د کرنې وزارت د لا زیاتو پاملرنو غوښتونکي دي. د باغیس ولایت یو تن بزګر مسعود وایي: «باید سړې خونې جوړ شي تر څو زموږ محصولات زېرمه شي. موږ غواړو چې دا خټکي نورو ولایتونو او حتا ګاونډیو هېوادونو ته صادر شي.»
په همدې حال کې بیا بزګران د مناسب بازار له نشتون او ددې لپاره، چې د دوی محصولات په مناسبه بیه نه پلورل کیږي سر ټکوی د بادغیس ولایت یو تن بزګر محمدابراهیم وایي: «د خټکیو سږنۍ حاصلات ډېر ښه دي، خو په ارزانه بیه یې پلورو او موږ ته په کې څه نه پاته کیږي.»
عبدالحلیم ساجد په دې ولایت کې د کافي سړوخونو د نشتون ستونزه مني او په دې ولایت کې د نورو سړوخونو د جوړولو په موخه د کرنې وزارت له پلانونو خبر ورکوی. هغه وویل: «ددې لپاره چې یوشمېر کسان له ولسوالیو څخه مرکز ته بې ځایه شوي دي، د قلعه نو په ښار کې د خټکیو او هنډواڼو د پېرلو تقاضا زیاته ده، ډېری ځمکې چې په کې خټکي او هنډواڼې کرل شوي دي د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو ښار شاوخوا کي پروت دي.»
بادغیس د هېواد له بېوزلو ولایتونو څخه دی، چې د کرکېلي وړ کابو ۸۰ سلنه ځمکه یې للمي ځمکې دي، چې ددې ولایت په للمي ځمکو کې بیا غنم، وربش، نخود، شنه زېره، کنجد، پستې، خټکي او هنډواڼې کرل کیږي. باید وویل شي، چې تر پستې وروسته ددې ولایت د بزګرانو د عوایدو لویه سرچینه خټکي دي.