۱۳۹۹یم مالي کال کې د ننګرهار د کرنې ریاست کړنې او لاسته راوړنې

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۷ - ۱۶:۴۹
۱۳۹۹یم مالي کال کې د ننګرهار د کرنې ریاست کړنې او لاسته راوړنې

۱۷ مرغومې ۱۳۹۹
دننګرهارد کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ۱۳۹۹یم مالي کال په ترڅ کې یې ددې ولایت د بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو د ملاتړ او طبیعي سرچینو د خوندي کولو او پراختیا په پار یوشمېر اغېزناکې پروژې پلي کړي دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انعام الله صافی وایي، چې ۱۳۹۹یم مالي کال ددې ولایت د کرنې ریاست پراختیایي بودیجه ١١٥میلیونه او٤٨٠زره او٧٣٠ افغانۍ وه، چې ددې ولایت د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې د کرنې، بڼوالۍ، اوبولګولو، مالدارۍ او طبیعي سرچینو د پراختیا په پار لګول شوی دی.
انعام الله صافی وایې، په ۹۹یممالي کال کې د ننګرهار په ولایت کې د ارزښت لرونکو کرنیزو محصولاتو دودولو او میکانیزه کرکېلې په پار هم یوشمېر پروژې پلي شوي دي. د ښاغلي صافی په خبره د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د زعفرانو پنځه، د غنمو ۱٠، د شولو ٢٠٠، د سویابینو ٢٠،د ممپلیو ( ځمکني بادامو) ٢٧، د پنبې ٣٠ ، او دلمر ګل څلورننداریزې قطعې جوړې شوي دي.دغه راز د همدې کال په ترڅ کې پر ۱۳ زره او ٤٠ بزګرانو ٦٥٢ ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه هم وېشل شوي دي. په همدې توګه د شولو کرکېلې په برخه کې دوه زره او ۵۰۰ بزګرانو، د غنمو او سویابینو په برخ کې ۱۲۰ بزګرانو، د لمرګل او ممپلیو کرکېلې په برخه کې ۹۰ بزګرانو، د زعفرانو دکرکېلې او حاصل ټولولو په برخه کې ۶۰ او د پنبې د کرکېلې په برخ کې ۶۰ بزګرانو ته روزنه ورکول هغه چارې دي، چې په ۹۹یم مالي کال کې تر سره شوي دي.
ننګرهار هغه ولایت دی، چې د ګڼو نورو مېوو ترڅنګ د سټروسو ونو ودې لپاره هم خورا مناسبه چاپېریال، اوبه او هوا لري. د ننګرهار د کرنې ریاست وایي، چې ۱۳۹۹یم مالي کال کې ددې ولایت د بڼوالۍ د پراختیا په ځانګړې توګه د سټروسو بڼونو د پراختیا په پار هم هلې ځلې کړي دي. انعام الله صافی وایي، د بېلابېلو مېوو یوزرو ۸۶۲ حریبه بڼونه جوړول، ٧٠٠ بڼوالو ته د بېلابېلو نباتاتو او مېوو په تړاو روزنه ورکول او د بڼونو د افتونو او ناروغیو د کنټرول او درملنې په پار پراخ پروګرامونه پلي کول هغه څه دي، چې سږکال د ننګرهار د کرنې ریاست له خوا ددې ولایت د بڼوالۍ د پراختیا په پار تر سره شوي دي.
د ننګرهار د کرنې رییس انعام الله صافی زیاته کړه، سږکال په یاد ولایت کې د ځنګلونو ساتنې، بیارغونې او پراختیا ته هم پاملرنه شوې او په دې پرخه کې ګڼې کړنې تر سره شوي دي. د ٦٤ زره او ٤٩٦ هکټاره ځنګلي سیمو ساتنه او مراقبت، د ځنګلونو د بیارغونې په پار ۱۱ زره نوي ځنګلي بوټې کینول شوي، ٢٢٠ تنو ځنګل لرونکو ته د جلغوزیو دغوټوشکولو بیاتي ګانې ورکول، د زرغونتیا په پار ۲۰۰زره او٢٨ زره نیالګي تولیدول او د ځنګلونو د ساتنې په پار شپږ ټولنې جوړول هغه چارې دي، چې د ځنګلونو د بیارغونې او خوندیتوب په برخه کې ترسره شوي دي.
دغه راز ۱۳۹۹یم مالي کال کې دننګرهار د نارینه و بزګرانو ترڅنګ ښځینه و بزګرانو ته هم پاملرنه شوې او د کرکېله په برخه کې د ښځینه و بزګرانو د ونډې زیاتولو په پار هم یوشمېر پروژې پلي شوي دي. انعام الله صافی وایي، چې ښځینه و بزګرانو ته ٢٥٦ وړې شنې خونې جوړې شوې، په شنوخونو کې د کرکېلې او حاصل ټولولو په برخه کې د ښځینه بزګرانو روزل، پر ښځینه و بزګرانو د شنوخونو اړونده توکي وېشل، ٢٦٠ مېرمنو ته کورني باغچې جوړول ، پر ١٠٠ مېرمنو د سبو او مېوو وچوونکي دستګاوې ویشل، پر ٦٠٠ مېرمنو د سبو او مېوو د پروسس او حفظ الحصې توکي وېشل او پر ٣٦٠ مېرمنو د رُب، اچارو، مربا ، اوکیچپ جوړولو توکي وېشل هغه کړنې دي، چې په دې ولایت کې د کروندګرو مېرمنو د ملاتړ په پار پلي شوي دي.
د یادو کړنو ترڅنګ ۹۹یم مالي کال کې ددې ولایت د کروندو خوندي کولو په پار هم پراخ پروګرامونه ترسره شوي دي. صافی وایي، چې د ملخانو، او نباتي کنو د کنټرول په پار ۱۱ ولسوالیو کې سروې ترسره شوي او یوزر او ١٠٠ لیټره کیمیاوي درمل ورکړل شوي او دغه راز دصحرایي ملخانو د کنټرول په موخه ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۴۵۰ هکټاره ځمکه ددوی له شتون څخه پاکې شوي دي. انعام الله صافی زیاته کړه، چې د ننګرهار دکرنې ریاست دڅېړنیز مدیریت له خوا ٤٠ تجربې تر څیړنې لاندې نیول شوې وې، چي ١٧ تجربې یې د غلو دانو داصلاح په موخه وه او دغه راز دمېوو کلکسون له لارې بزګرانو ته د پنځه ډوله سرو املوکو ثمرخېلي، واړه بیدانه، روجوبریلانټ، جاپاني او صواتی املوکو سپارښتنې وشوې.
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایې، ۹۹یم مالي کال کې ددې ولایت د مالدارۍ د پراختیا په پارهم د پام وړ کړنې ترسره شوي دي. د کانګو تبې ناروغي د مخنیوي په پار پراخ کمپاین ترسره شوي، د طاعون پر وړاندې د مبارزې په پار ۱۷۰زره ډوزه واکسین پرڅارویو پلي شوي، ۳۲ زره غواوې د نسل د اصلاح په موخه القاح شوې، ۵۰ زره دڅارویو نمونې د ناروغیو په لابراټوارونو کي تشخیص شوې دي او په دې سربېره ننګرهارکي دکرنېاومالدارۍ په برخه کې د پانګونې دجذب په موخه دوه ورځنۍ کنفرانس په لاره اچول شوې وه، چې د یاد دکنفرانس په وروستۍ ورځ ٤٣ د لېوالتیا هوکړه لیکونه او قراردادونه لاسلیک شول.
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایې، په ۱۳۹۹یم مالي کال کې په ننګرهار ولایت د ابولګولو په برخه کې هم د پام وړ کارونه شوې او په یاده برخه کې په شینوارو ولسوالۍ کې د اوبو ۱۰بندونه، سربندونه او داوبوکانالونه جوړې شوې او ددې ترڅنګ په کامه، بهسود، کوزکونړ اوګوشتې ولسوالیو کې د اوبولګولو په برخه کې ۲۵ پروژې پلي شوي دي.
د ننکرهار د کرنې رییس زیاته کړه، چې ۹۹یم مالي کال کې په ننګرهار ولایت کې د کرنیزو محصولاتومدیریت پروژې په اډانه کې ٣٦٧ د پیازو او ١٢کچالو زیرمتونونه جوړې شوي دي، چې د بزګرانو زرګونه مټریک ټنه محصولات خوندي کوي.
د دغه ریاست د ترسره شویو پراختیایي پراګرامونو څخه سلګونه نارینه او ښځینه کروندګر او مالداران برخمنې شوي دي، چې پدې سره په یاد ولایت کې کرنیز سکټور ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې دی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د میدان وردګو جلریز کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پيل شوه 

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اسټارز» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۷
Background image

هلمند کې د شاتو مچیو روزنې د ټولنې له چاراکو سره ناسته ترسره شوه

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق     
د هلمند ولایت د شاتو مچیو روزنې ټولنې مسولینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر حافظ هدایت الله. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د هلمند کجکي کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د کجکي ولسوالی څارویو روغتیا او بوټو ساتنې مدیریتونو له لورې، ددې ولسوالی په مربوطاتو کې. . .

بازگشت